د لاس رسي وړ اتصالات

په جعلي اسنادو افغان حکومت سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو قرارداد اخیستو ناکامه هڅه


بریښنا شرکت

د امریکا د کالیفورنیا ایالت اوسیدونکي سید اسماعیل امیري، تیره ورځ اعتراف وکړ چې د ۱۰۰میلیون ډالرو په ارزښت د بریښنا د سبستیشنونو د جوړولو په یو قرارداد کې د جعلي اسنادو په وړاندې کولو سره یې هڅه کړې چې د افغانستان حکومت وغولوي.

دغه ۳۸ کلن کس په لاس انجلس کې په یوه فدرالي محکمه کې په خپل جرم اعتراف وکړ.

ټاکل شوې چې د هغه سزا د اګست په میاشت کې اعلان شي چې ښایي ۲۰کاله بند وي.

فدرالي څارنوالانو ویلي دي چې پدغه قضیه کې د Assist Consultants Incorporated په نوم د ښاغلي اسماعیل افغاني شرکت دخیل و.

امیري او نورو شرکتونو په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې هڅه وکړه چې دغه قرارداد ترلاسه کړي، خو دغه شرکت د خپلې کاري سابقې په هکله او د هغه څخه د ملاتړ لپاره غلط اسناد وړاندې کړي وو چې د شرایط وړ وګڼل شي.

څارنوالانو ویلي دي چې دغه شرکت ادعا کړې وه چې په یوګندا کې د سمنټو د یوې فابریکې د سبستیشنونو او په نایجریا کې د منسوجاتو د یو شرکت په قرارداد کې دخیل و، پداسې حال کې چې هیڅکله یې د افریقا په وچه او یادو شرکتونو کې کار نه و کړی.

مقاماتو ویلي، وروسته له هغې چې د افغانستان د بریښنا شرکت امیري شرکت د کاري سابقې د تائید په موخه د زیاتو معلوماتو غوښتنه وکړه، ښاغلي امیري ورته د یوګندا د حکومت یو مقام ته منسوب یو لیک، اسناد، تصویرونه او بانکي ریماردونه چې ټول جعلي وو ولیږل.

اسماعیل امیري وروسته له هغې چې په کابل کې د امریکا په سفارت کې یې د قانون د پلي کولو له ځواکونو سره ولیدل، ددغه قرارداد د ترلاسه کولو هڅه یې وځنډوله او ترې ووت.

XS
SM
MD
LG