د لاس رسي وړ اتصالات

د کالیفورنیا د برید کوونکو په کور کې بمونه پیدا شوي


هغه خاوند او میرمن چې پرون یې د امریکا د کالیفورنیا په ایالت کې څوارلس تنه ووژل ، په کور کې یې دولس بمونه،د بم جوړونې مواد او زرګونه مرمۍ پیدا شویدي.

د سن برناردینو د پولیسو مشر جیروډ بورګوان وایي " دغه خاوند او میرمنې 75 مرمۍ وارې کړې وې او د پیښې په ځای کې یې د ماشومانو د ساعت تیرۍ د یوه موټر نه بم هم جوړ کړی چې ندی چاودیدلی. "

پولیسو پدې نښتې کې په هغوي 380 مرمۍ وارې کړیدي. پولیس همدرانګه وایي چې شپاړلس سوه نورې مرمۍ یې د هغوي په موټر او واسکټونو کې پیدا کړیدي.

پولیس وایي درې نور د پایپ نه جوړ شوي بمونه هم د هغوي په اپارتمان کې پیدا شویدي.

د تحقیق کوونکو لپاره غټه پوښتنه دا دی چې هغوی ولې دا برید کړی. پخپله سید فاروق د امریکا د شیکاګو په ښار کې پیدا شوی او د حکومت سره یې د مفتش په صفت کار کاوه. میرمن یې بیا د پاکستان وه او د نامزادۍ ویزه یې درلوده.

چارواکي اوس لګیا دي د هغوي پورې اړوند موبایل ټیلیفونونه، کمپیوټرونه او د معلوماتو د ثبت کولو آلې ګوري چې معلومه کړي ، آیا هغوي د کومې تروریستي ډلې سره لاس درلود که نه.

هیڅ یوه یې کومه جرمي سابقه نه درلوده او د حکومت د څارنې لاندې هم نه و.

په لاس انجلس کې د فدرالي تحقیقاتو د ادارې FBI مشر ډیوډ بوډیچ ویلي دي " دا برید په دقیق ډول پلان شوی و. ".
ډیوډ وایي " مونږ پوهیږو چې دا یو ښکاره ماموریت و، خو پدې نه پوهیږو چې هغوي ولې دا کار کړی. "

د ایف بي آی دغه مامور وایي " تر اوسه نده معلومه چې آیا هغوي همدا هدف درلود او که نه تر دې غټ پلان یې نیولی و. "

تحقیق کوونکي اوس لګیا دي د هغوي موبایلونه او نور وسایل ګوري چې نور شواهد پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG