د لاس رسي وړ اتصالات

کالېفورنیا کې اوروژنکي د اور په راکابو کولو لګیا دي 


کالیفورنیا کې دا وخت د اورلګېدنو موسم بلل کېږي. سږکال په دغه ایالت کې دوه مېلیون هکتار ځمکه سوځېدلې ده.
کالیفورنیا کې دا وخت د اورلګېدنو موسم بلل کېږي. سږکال په دغه ایالت کې دوه مېلیون هکتار ځمکه سوځېدلې ده.

د امریکا د کالیفورنیا ایالت په ځېنو سیمو کې اور بل شوی دی چې له کبله یې یو شمېر ودانۍ سوځېدلي دي. په تېرو څو ورځو کې د ژغورنې مامورینو ۲۰۰ کسان له اور څخه ژغورلي دي.

د اورلګېدني له امله د ۱۷۲۰۰۰ کورونو برېښنا پرې شوې ده.

کالیفورنیا کې دا وخت د اورلګېدنو موسم بلل کېږي. سږکال په دغه ایالت کې دوه مېلیون هکتار ځمکه سوځېدلې ده.

تر چهارشنبې ورځې پورې د کالیفورنیا په شمال کې د شدید وچ باد اټکل شوی دی. د "سانفرانسېسکو بې اېریا" سیمې په دوو برخو کې اور بل دی. د اوروژنې شاوخوا ۱۴۰۰۰ مامورین په سیمه کې حضور لري او زرګونه نور کسان د کالیفورنیا په یو شمېر نورو ساحاتو کې د اور په راکابو کولو بوخت دي.

د کالیفورنیا په سویل کې هم د اور خطر زیات شوی دی. په لاس انجلس، سن برناردینو او سن ډیاګو کې د تازه اور د بلېدو خبر ورکړل شوی دی.

د امریکا د ځنګلونو د ساتنې ادارې د دوشنبې په ورځ د اتو ملي ځنګلونو د تړلو فیصله وکړه.

د ځنګلونو د ساتنې ادارې یو سیمه ییز مامور رنډي مور ویلي چې په "جنوبي کالیفورنیا کې د اور خطر لوړ دی."

د اګست د میاشتې راپدېخوا د کالیفورنیا په ځنګلي سیمو کې ۹۰۰ ځلې اور بل شوی دی چې له کبله یې اته کسان وژل شوي او څه باندې ۳۳۰۰ ودانۍ سوځېدلي دي.

XS
SM
MD
LG