د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ترمپ: د کلېفورنیا اورلگیدنه به بیا تکرار نشي


د اطفائیې څه د پاسه پنځه نیم زره کارکونکي هڅه کوي چې د کلیفورنیا مرگونی اور قابو کړي.
د اطفائیې څه د پاسه پنځه نیم زره کارکونکي هڅه کوي چې د کلیفورنیا مرگونی اور قابو کړي.

ولسمشر ټرمپ د کلیفورنیا ایالت چارواکو سره له هغو سیمو څخه لیدنه وکړه چې مرگونی اور ځپلي دي. ولسمشر د دې پیښې له امله خپگان څرگند کړ، خو یو ځل بیا یې په خپل هغې جنجالي ادعا ټینگار وکړ چې وایي دا پراخه اورلیگیدنه د ځنگلونو د خرابې ادارې له وجې رامنځ ته شوې ده.

د کلېفورینا په ځنگلونو کې د پراخې اورلگیدنې له امله تر اوسه شپږ اویا کسان وژل شوي او څه د پاسه زر تنه لادرکه دي. د اور لمبو شاوخوا لس زره کورونه او دوه نیم زره نورې ودانۍ خاورې ایرې کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ په کلېفورینا ایالت کې د اورلگیدنې په تړاو د فدرال حکومت د مرستې ژمنه وکړه.

ولسمشر ترمپ وویل دا ډول اورلگیدنه به بیا تکرار نشي.

دا اورلگیدنه د کلیفورنیا ایالت په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ اورلگیدنه ښودل شوې ده. چارواکو د شنبې په ورځ د نوامبر ١٧ د پنځو تنو نورو مړینه تائیده کړه چې د تلفاتو شمیر ٧٦ تنو ته لوړ شو.

د اطفائیې څه د پاسه پنځه نیم زره کارکونکي هڅه کوي چې د کلیفورنیا دا مرگونی اور قابو کړي.

د کلیفورنیا اورځپلې سیمې چیکو ته د ولسمشر ترمپ د موترو کاروان ته خلک د سړک په دواړو غاړو کې په کتار ولاړ و چې اکثره یې د هغه ملاتړي و.

خو په راټول شویو خلکو کې مظاهره کوونکي هم شامل و. ځېني مظاهره کوونکو ویل چې کلیفورنیا ته د ولسمشر د ورتگ سره پاملرنه او منابع د هغه د امنیت په ساتلو کې مصرف شوې ده.

د پرادایز اوسیدونکی دان بووي د ترمپ ملاتړی دی خو فکر کوي چې ولسمشر ترمپ باید خپل هغه نیوکه بیرته واخلي چې په دې اورلگیدنې کې یې د ځنگلونو پر ادارې کړې ده. د ښاغلي بووي په وینا بیا رغاونې ته باید لومړیتوب ورکړ شي.

ولسمشر ترمپ پرون ناوخته د کلېفورینا جنوبي سیمې ته ورسید چېرې چې شاوخوا ٣٩٠ کلیومتره مربع مځکه د اور په لمبو کې سوځولې ده.

د اطفائیې چارواکي وایي تر جمعې ورځې پورې د اور لمبې شاوخوا ٦٠ سلنه قابو شوې ده او اوسیدونکي بیرته خپلو سیمو ته ساتنه کیږي.

په ورته وخت کې د نورو امریکایي ټولنو په څیر د سانفرانسکو په ښار کې یو شمیر افغانانو هم د اورلگیدنې قربانیانو ته د مرستو د راټولولو کمپاین پیل کړی. د راپورونو له مخې دغه مرستې په جوماتونو کې راټولیږي او له هغه ځایه اړینو خلکو ته ویشل کیږي.

XS
SM
MD
LG