د جنوبي افریقا حکومت په دې مسئلې غوره کول پیل کړي دي چې ایا ښځو ته اجازه ورکړي چې په یو وخت کې څو مېړونه وکړي که نه.
د سيان ان د راپور په اساس د جنوبي افریقا د کورنیو چارو وزارت په دغې وړاندیز شوې موضوع باندې د بحث غوښتنه کړې ده.
که څه هم د بشري حقونو ځينې فعالان د واده په دودیزې تګلارې کې بدلون غواړي خو یو شمېر محافظه کارانو بیا دا وړاندیز رد کړی.
په جنوبي افریقا کې کم عمر لرونکو (تر ۱۸ کم) ته د واده کولو اجازه شته خو په قوانینو کې د هغو خلکو په اړه، چې خپل جنسیت بدلوي او غواړي ګډ ژوند وکړي، څه نه دي ویل شوي.
د جنوبي افریقا د کورنیو چارو وزارت د واده د تګلارې د قوي کولو په اړه د ټولنې له دودیزو مشرانو، بشري حقونو د فعالانو او نورو ډلو سره په دې اړه سلا مشورې کړي دي.
د بشري حقونو فعالانو د مساوي حقوقو غوښتنه کړې ده او ویلي دي چې په یو وخت کې د څو مېړونو کول باید قانوني شي او د واده د یوې بڼې په توګه ومنل شي.
په دغه وړاندیز کې راغلي دي چې جنوبي افریقا کولای شي د نژاد، جنسیت، دین او فرهنګ په اساس واده کولو ته د پای ټکی کېږدي او په یو وخت کې د څو مېړونو کولو او لرلو ته اجازه ورکړي.
د محافظه کارو ډلو ځینو فعالانو د دغه وړاندیز مخالفت کړی او یو دلیل یې دا دی چې که د څو مېړونو ښځه ماشوم/ماشومه زېږوي، پلار به یې څوک وي.
د کورنیو چارو وزارت په دغه سند کې راغلي دي چې د ټولنې له دودیزو مشرانو سره له خبرو او مشورو وروسته معلومه شوه چې یوازې نارینه کولای شي په یو وخت کې څو ښځې ولري.
په جنوبي افریقا کې د مسیحيانو مشرانو او ډلو هم له دې کار سره کلک مخالفت کړی دی چې یوې ښځې ته دې اجازه ورکړل شي چې په یو وخت کې څو مېړونه ولري.
د جنوبي افریقا حکومت د جون د میاشتې تر ۳۰ (چنګاښ۹) پورې به په دې اړه سلا مشورې کوي.