د لاس رسي وړ اتصالات

په ګردیز کې د موټربم په پيښه کې ۳ امنیتي سرتیري وژل شوي


تصویر: له آرشیف څخه
تصویر: له آرشیف څخه

د پکتيا والي وايي چې نن ماښام په ګردېز ښار کې د موټربم بريد په نتيجه کې د ملي امنيت درې سرتېري وژل شوي او ۱۹ ملکي وګړي ټپيان دي.

والي محمد حليم فدايي پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، چې دغه موټربم بريد د يوه ټوډي کرولا په وسيله، چې له چاوديدونکو موادو ډک و، شوی او شاوخوا دوکانونو ته يې هم زيان اړولی دی.

د پکتيا د والي وياند عبدالرحمان منګل امريکا غږ ته وويل چې د بريد موخه د ملي امنيت ځواکونو د ګزمې موټرې وې چې د ګردېز ښار په خوست لين کې په نښه شوي.

په ورته وخت کې د پکتيا د ولايتي ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر اصيل خان ناصري وايي، چې د پېښې له ځايه روغتون ته پنځه ټپيان ور وړل شوي چې څلور کسان یې ملکيان دي او يو پوليس دی.

تر اوسه د ياد بريد مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.

XS
SM
MD
LG