د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د موټربم چاودنې ۱۶ تنه وژلي او ۳۸ نور یې ټپيان کړي


د کندهار ولایتي چارواکي وايي، چې په کندهار ښار کې د موټر بم په چاودنې کې لږ ترلږه ۱۶ تنه وژل شوي او ۳۸ کسان نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د والي ویاند داود احمدي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په وژل شوو کې څلور یې نظامیان او پاتې ټول ملکي وګړي دي، چې ماشومان هم په کې شامل دی.

ښاغلي احمدي وویل، چې ټپيانو کې شپږ یې نظامیان او نور ملکي وګړي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي، تروریستانو غوښتل د دوو کانتینرونو په وسیله کندهار ښار کې انفجاري توکي ځای په ځای او بیا د روژې په میاشت کې چاودنې ترسره کړي.

اعلامیه وایي، افغان امنیتي ځواکونو له خوا دا چاودیدونکي توکې کشف شول، خو د شنډولو پرمهال په یوه کانتینر کې چاودنه رامنځته شوه او له امله یې یو شمېر عام خلک مړه او ټپيان شول.

په دې اعلامیه جمهور رئیس محمد اشرف غني د دغې چاودنې عاملین په سختو ټکو غندلي دي.

دمخه معلومات

پېښه نن دولس نیمي بجې د کندهار ښار د ۱۴ حوزې اړوند د وړیو د فابریکې د موټرو د ترمیم په سرای کې رامنځ ته شوې.

امنیتي مقامات وايې چې له چاودیدونکو توکو ډک ټونیس موټر د ملي امنیت د مامورینو له لوري کشف شوی وو چې د پلټنې پر مهال يې چاودنه کړې.

د پېښي قربانیان د امنیتي سرتیرو تر څنګ تر ډېره د فابریکې د سرای مستریان او د سیمې اوسیدونکي دي.

د کندهار د والي ویاند داود احمدي اشنا رادیو ته وويل چې له چاودیدونکو توکو ډک ټونیس موټر په یوه کنډواله سرای کې درول شوی وو.

نوموړي زیاته کړه چې په پېښه کې د مرګ ژوبلي وروستي ارقام به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

خو د میرویس حوزوي روغتون یوه نوکریوال ډاکتر د خپل نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې د پېښي له سیمي څخه د ۷ وژل شویو کسانو جسدونه او ۳۲ ټپیان روغتونونو ته وروړل شوي دي.

د سرچینې پر وینا، په وژل شوو کې ۵ سرتیري او ۲ ملکي کسان شامل دي.

د پېښي سیمه لاهم د امنیتي سرتیرو له لوري کلا بنده ده او چاته د نږدې تګ اجازه نه ورکول کیږي.

د چاودنې مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG