د لاس رسي وړ اتصالات

ګردیز کې د موټر بم چاودنې پنځه تنه وژلي او په لسګونو نور ټپیان کړي


پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي، نن مې ۱۴ (غوايي ۲۴) سهار ۸:۳۰ بجې په ګردیز کې د ملي اردو یوې ودانۍ سره نږدې د موټر بمب چاودنه شوې، چې په کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۰ نور یې ټپیان شوي دي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل خان مومند امریکا غږ ته وویل، چې يو ځانمرګي بریدګر د پکتیا ولایت مرکر ګردیز ښار کې هدف ته د رسیدلو وړاندې د چاودیدونکو توکو ډک مزدا موټر ته د پکتیا ولایت د مستوفیت او د ملي اردو د حفظ تاسیسات د ودانیو ترمنځ چاودنه ورکړې، چې له امله یې د حفظ تاسیسات د ودانۍ دیوالونه هم نړیدلي دي.

ايمل مومند وويل، چې د دغه موټر بم هدف د ملي اردو د تاسيساتو وداني وه.

د افغانستان دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې برید کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او د ملي اردو پنځه منسوبین او ۲۴ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د پکتيا د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ولايت خان احمدزي هم امريکا ته وويل، چې ولايتي ملکي روغتون ته د يو شمېر جسدونو ترڅنګ تر شلو ډېر ټپيان ور وړل شوي خو کره شمېر يې مشخص نه کړ.

خو د ملکي روغتون يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، امريکاغږ ته وويل، د يادې پېښې له ځايه ۴ مړي او ۲۷ ټپيان چې دوه په کې نظاميان دي، دغه روغتون ته ور وړل شوي دي. سرچينې د زياترو ټپيانو روغتيايي حالت ښه وباله.

حکومتي چارواکي وايي، چې ممکن د پېښې د قربانيانو شمېر کې تغير راشي.

عيني شاهدان وايي، چاودنه ډېره زوروره وه چې له امله يې شاوخوا کورونو او دولتي دفترونو ته هم پوره مالي زيانونه اوښتي دي.

طالبانو د برید مسولیت په غاړه اخیستی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې اعلامیه کې ادعا کړې، چې په دې برید کې یې د افغان پوځ په لسګونو سرتیري وژلي دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، چې دا برید یې یوه ورځ وروسته له هغې کړې، چې د افغانستان جمهور رئیس خپل پوځ ته د حکومت د وسله والو مخالفانو پر وړاندې د تعرضي عملیاتو د پیل امر کړی دی.

XS
SM
MD
LG