د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې موټر بم چاودنې دوه تنه وژلي څلور ټپیان دي


د پکتیکا مرکز ښرنه کې د مټاخان ولسوالۍ پر امنیه قوماندان موټر بم چاودنې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين نن سې شنبه د «زمري پر لومړۍ نېټه»امريکا غږ ته وويل، دغه بريد چې نن غرمه مهال د مرکز ښرنې اړوند د پتنې په سيمه کې شوی، هدف يې د مټاخان ولسوالۍ قوماندان عبدالودود اندړ و.

نوموړي زياته کړه، چې قوماندان اندړ له بريد روغ وتلی، خو د ده درې ساتونکي ټپيان شوي او دوه ملکي وګړي يې وژلي دي، چې يوه يې شااوخوا لس کلنه ماشومه ده.

خو يوې بلې باوري سرچينې امريکاغږ ته وويل، چې په بريد کې د مټاخان امنيه قوماندان عبدالودود هم ټپي شوی او دا مهال د ښرنې په ولايتي ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين ونه ويل، چې په موټر بم کې ځانمرګی بريد کوونکی و او کنه، خو زياته يې کړه، چې د پېښې د څرنګوالي په اړه به پوره جزئيات وروسته له رسنيو سره شريک کړي.

تر اوسه ددې بريد مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی.

وړمه ورځ د پکتیکا په ګاونډ پکتیا ولایت ولایت کې هم موټر بم چاودنې د زرمت لپاره د سیمه ییزو پولیسو قوماندان عزیزالله وواژه او شپږ نور کسان یې ټپیان کړل.

XS
SM
MD
LG