د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله په هېواد کې یو شمېر خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د طبیعي پېښو سره د مبارزې د امادګۍ ملي ادارې په وینا، د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ټول ټال ۱۱ کسانو ته مرګژوبله اوښتې، چې پکې ۵ تنه مړه او ۶ نور ټپیان دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه پېښې په پروان، پکتیا، کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې رامنځته شوې دي.
چارواکي زیاتوي چې د وروستیو سېلابونو له امله ۹۴ کورونه هم ویجاړ شوي دي. په ورته وخت کې، لږ تر لږه ۱۶ کورونه په بشپړ ډول له منځه تللي او ۸۷ نور په نسبي ډول زیانمن شوي دي. د معلوماتو له مخې، درې کورنۍ بېځایه شوې او شاوخوا ۱۸۰ کورنۍ له دې طبیعي پېښو اغېزمنې شوې دي.
په همدې حال کې، د هلمند ولایت ځایي چارواکي وايي چې د واشېر ولسوالۍ یو نوی جوړ شوی بند هم د زیاتو اوبو له امله ویجاړ شوی دی. همدارنګه، په همدې ولایت کې د درنو بارانونو له کبله د یوه کور چت نړېدلی چې له امله یې درې کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په کندهار کې هم د سېلابونو له امله پراخ زیانونه اوښتي دي. د یاد ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست ویلي چې شاوخوا ۸۵ کورونه په کندهار ښار کې یا بشپړ ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.
سربېره پر دې، نږدې ۹۰ هغه کورنۍ چې په موقتي سرپناه کې اوسېدې، هم له دې پېښې اغېزمنې شوې دي.
د راپورونو له مخې، د کندهار د دامان ولسوالۍ کې دوه تنه، چې یو یې پنځه کلن ماشوم و، د سېلابونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
تر دې وړاندې د فبرورۍ د میاشتې په لومړۍ نیټه د افغانستان په ځینو سیمو کې د درنو واورو د وریدو له امله هم ځاني او مالي تلفات اړولي و چې د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست په قول په هغو پېښو کې ۶۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
افغانستان هر کال د موسمي سېلابونو له ګواښ سره مخ وي، په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې چېرې چې زیربناوې کمزورې دي او کورونه د سختو طبیعي پېښو پر وړاندې مقاومت نه لري.
په افغانستان کې تېرکال د بارانونو او سیلابونو له کبله شاوخوا سلګونه کسان مړه شول او اوبو ډېرې زراعتي ځمکې یوړې.
ملګري ملتونه وايي چې په دغه بې وزلي او کرنیز هېواد کې وچکالي، سیلابونه او د کرنیزو حاصلاتو د تولید کموالی لوړ ګواښونه دي.
ملګري ملتونه زیاتوي چې افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی، چې د اقلیم د بدلون د خورا زیاتو اغیزو سره مخ دی او ددغو اغیزو د کمیدو لپاره هیڅ چمتوالی هم نلري.
فورم \ دبحث خونه