د لاس رسي وړ اتصالات

تخار او هرات کې طالبانو ته د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا


د افغانستان امنیتي بنسټونو د تخار په خواجه غار او د هرات په اوبه ولسوالیو کې د ۲۹ طالبانو د وژلو او ۲۲ نورو د ټپي کېدو ادعا کړې ده.

د افغانستان دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وایي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وروسته له هغې چې طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ پر بازار حمله وکړله، تیره شپه یې عملیاتونه ترسره کړل او دغه ولسوالۍ یې د طالبانو له وجوده پاکه کړه.

د دفاع وزارت اعلامیه کې راغلي: "د کومانډو قطعاتو د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې په دغه ولسوالۍ کې ۱۹ طالبان وژل شوي او ۱۲ تنه ټپیان دي".

طالبانو همدارنګه تیره شپه د هرات د اوبه ولسوالۍ په ګناباد کلي باندې ډله‌ییز برید کړی، چې د چارواکو پر وینا دغه برید بیرته په شا تمبول شوی دی.

د هرات امنیه قوماندان امین الله امرخیل امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې دغې نښتې لس ساعته دوام وکړ او په پای کې طالبان له سیمې وتښتیدل.
ښاغلي امرخیل دا ومنله چې په دغه نښته کې د پاکستانیانو په ګډون ۲۰ طالب جنګیالي وژل شوي او لس نفره نور ټپیان شوي دي.

هغه په دغه نښته کې د دوه پولیسو له وژل کیدو خبر ورکړی دی.

طالبانو په هرات کې د نښتې په اړه تر اوسه څه ندي ویلي، خو د تخار د نښتې په اړه وایي، چې په خواجه غار ولسوالۍ کې یې ۷ امنیتي پوستې نیولي دي او افغان نظامیانو ته یې هم تلفات اړولي دي.

XS
SM
MD
LG