د لاس رسي وړ اتصالات

د سنټکام مشر: د ابرهم لېنکن د بېړۍ مشرتابه د پوځیانو رواني سلامتیا ته لومړیتوب ورکوي

د متحدو ایالتونو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) مشر براد کوپر وايي چې د شنبې په ورځ يې [اګست ۱۵مه] د سمندري ځواکونو د یو اېس اېس ابرهم لېنکن د جنګۍ بېړۍ څخه لیدنه کړې او د پوځیانو "استقامت" يې ستایلی دی.

تر دې مخکې ددې جنګي بېړۍ د ځېنو پوځیانو د رواني روغتیا او د بېړۍ د وضعیت په اړه په رسنیو کې یو لړ راپورونه خپاره شوي وو.

کوپر د یکشنبې په ورځ [اګست ۱۶مه] د سنټکام په اېکس پاڼې کې د ابرهم لېنکن د جنګۍ بېړۍ نه د خپلې لیدنې جزئیات خپاره کړي او لیکلي: "پرون د یو اېس اېس ابرهم لېنکن د بېړۍ نه زما لیدنه ډېره الهام بخښونکې وه. کاشکې هر امریکایی کولای شوای چې عمله د ماموریت په لړ کې وګوري. تاسو به د هغوي د ملګرتیا، ډله ییز کار او استقامت په لیدو بشپړ ویاړ کړی و."

د سنټکام مشر زیاته کړې چې د سمندري ځواکونو په ۱۱ فعالو بېړیو کې د ابرهم لېنکن بېړۍ د رواني ناروغیو تر ټولو کمې پېښې ثبت کړې دي. هغه د بېړۍ مشران ستایلي چې د عملې رواني روغتیا او سلامتیا ته لومړیتوب ورکوي.

د ابرهم لېنکن جنګي بېړۍ د نومبر په میاشت کې د متحدو ایالتونو له سن ډیاګو څخه حرکت وکړ او وروسته منځني ختیځ ته ولېږل شو څو له ایران سره په جګړه کې د امریکا له پوځي عملیاتو څخه ملاتړ وکړي. په دې بېړۍ کې شاوخوا ۵۰۰۰ پوځیان دېره دي.

د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر پيټ هېګسټ د دې اونۍ په پیل کې وویل چې د بېړۍ د شرایطو په اړه خپرو شویو راپورونو وضعیت "په بشپړه توګه غلط انځور کړی" دی. ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د جمعې په ورځ د بېړۍ د ماموریت د غځېدو په اړه اندېښنې رد کړې او ویې ویل چې دا چاره "تر کافي حده هم اوږده نه وه."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG