د لاس رسي وړ اتصالات

ایران باندې د امریکا څلور پرله پسې بریدونه

د متحده ایالاتو دپوځ مرکزي قوماندانۍ ( سنټکام) یکشنبه جولای ۱۲ ناوخته په ایران باندې د تازه بریدونو خبر ورکړی.

د سنټکام په اعلامیې کې ویل شوي چې د هیواد ستر اعلی قوماندان ( جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ) په ایران باندې د بریدونو لارښوونه کړې تر څو ایران مسؤل وبلل شي.

امریکایي ځواکونو ویلي په ایران کې دننه دا بریدونه یې ځکه کړي چې د هغه هیواد وړتیا کمزورې کړي او ونشي کړی د هرمز له تنګي څخه په تیریدونکو سوداګریزو کښتیو بریدونه وکړي.

وروسته تر هغه چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په انقرې کې د ناټو سرمشریزې پر مهال د ایران سره د اوربند پای ته رسیدو خبر ورکړ، د ایران مشران یې "فضول خلک" وبلل او د هغوي سره خبرې یې د وخت ضایع کول وبلل، په ایران باندې د امریکایي ځواکونو څلورم برید دی.

د یکشنبې تر برید وړاندې سنټکام په یوې اعلامیې کې ویلي و چې د هرمز تنګی د ټولو هغو کښتیو پر مخ خلاص دی چې په قانوني توګه لدې نړیوالې سمندرې لارې څخه تېرېږي.

د سنټکام په اعلامیې کې لیکل شوي چې د کښتیو تګ راتګ دوام لري او "ایران تنګی نه کنټرولوي".

اعلامیه زیاتوي امریکايي پوځیان چمتو دي چې "د ایران د بې اساسه یرغل، ځورونې، ګواښونو او خپلسرو اعلامیو سره سره"، د هرمز تنګي د کښتیو د تګ راتګ لپاره پرانېستی وساتي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG