د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په ایران باندې د اووم پرله پسې برید پيل کیدو خبر ورکړی

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ جمعه جولای ۱۷ د ایران پر ضد د اضافي بریدونو د پيل کیدو خبر ورکړی.

سنټکام د اکس په حساب کې لیکلي چې د هیواد ستر اعلی قوماندان ( جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ) په امر دا بریدونه د واشنګټن پر وخت د ماسپښین په دریو بجو پیل شویدي.

دا وروسته تر هغه چې جمهور رئیس ټرمپ د ترکیې د انقرې په ښار کې د ناټو سرمشریزې پر مهال د ایران سره د اوربند پای ته رسیدو اعلان وکړ، د ایران پر ضد د امریکایي ځواکونو اووم پرله پسې برید دی چې کیږي.

امریکایي ځواکونو ویلي چې د بریدونو هدف د ایران د نظامي وړتیاوو کمزوري کیدو ته ادامه ورکول دي تر څو هغوي ونشي کړی د هرمز په تنګي کې په سوداګریزو کښتیو او د کښتیو په ملکي عملې بریدونه وکړي.

په ایران باندې د امریکایي ځواکونو داسې مهال روان دي چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ تیره شپه ملت ته په وینا کې وویل چې امریکا په ایران کې بریالۍ کیږي.

جمهور رئیس ټرمپ وویل، "موږ په پراخه کچه په ایران کې بریالي کیږو او تاسې به ددې کار نتیجه ډیر ژر وګورئ."

د ټرمپ تر دې وینا مخکې د هغه ویاندې کارولین لیویت په سپینه ماڼۍ کې په خبري کنفرانس کې وویل چې ایران له امریکا سره خبرې کوي او غواړي چې یوه هوکړه وکړي.

لیویت وویل،" ایران همدا اوس له متحده ایالاتو سره خبرو ته دوام ورکوي او دا څرګندوي چې هغوی له موږ سره د هوکړې د کولو غوښتونکي دي، ځکه چې هغوی د متحده ایالاتو د پوځ له سختو ګوزارونو سره مخ دي. دا د امریکایانو لپاره مهمه ده چې پوه شي؛ په تېرو څو ورځو کې د وروستیو بریدونو لامل دا دی چې ایران د هغه تفاهم لیک څخه سرغړونه کړې کوم چې موږ له هغوی سره لاسلیک کړی و."

د متحدو ایالتونو پوځ وروسته له هغه پر ایراني اهدافو بریدونه پیل کړل چې یاد هیواد د هرمز په تنګي کې پر یو شمیر تجارتي بیړیو بریدونه وکړل. د سپینې ماڼۍ ویانده وایي ایران باید د واشنګټن او تهران ترمنځ د شوې هوکړې پر اساس د هرمز له تنګي څخه پر تیریدونکو تجارتي کښتیو بریدونه ونه وای کړي.



This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG