د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ دوشنبه جولای ۱۳ په ایران باندې د امریکایي ځواکونو د یو بل برید خبر ورکړی.
د سنټکام په اعلامیې کې راغلي چې امریکایي ځواکونو د واشنګټن پر وخت د مازدیګر په ۴ بجو او ۴۵ دقیقو، د متحده ایالاتو د سر اعلی قوماندان ( جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ) په لارښوونه په ایران باندې هوایي بریدونه کړي.
دا وروسته له هغه چې جمهور رئیس ټرمپ په انقرې کې د ناټو سرمشریزې پر مهال د ایران سره د موقتي اوربند پایته رسیدل اعلان کړل، د ایران سره خبرې یې د وخت "ضایع کول" بلل او ایراني مشران یې "فضول خلک" یاد کړل، پنځم برید دی چې امریکایي ځواکونه یې په ایران باندې کوي.
د مرکزي قوماندانۍ په اعلامیې کې راغلي چې د ایراني ځواکونو پر ضد به د بریدونو لړۍ روانه وي تر څو د هغوي وړتیا کمزورې شي او ونشي کړی د هرمز په تنګي کې په بې ګنا ملکیانو او سوداګریزو کښتیو بریدونه وکړي.
فورم \ دبحث خونه