سنټکام ویلي چې د بریدونو دویمه څپه چې د واشنګټن پر وخت تر غرمې وروسته په دریو بجو پیل شوې وه، د شپې په نهو بجو پای ته ورسیده.
امریکایي ځواکونو ویلي چې پدې شپږ ساعته بریدونو کې د ایراني ځواکونو د سوق او ادارې مرکزونه، د هوایي دفاع سیمې، د توغندیو او بې پیلوټه یا ډورن الوتکو وړتیاوې او د ساحلي کشف مرکزونه په نښه شوي و تر څو د ایران وړتیا لا کمزورې شي او ونشي کړی د هرمز په تنګي کې د سوداګریزو کښتیو بې ګناه عمله وګواښي.
د سنټکام په اعلامیې کې راغلي چې امریکایي ځواکونو د دقیق هدف ویشتلو له مهماتو څه کار اخیستی و او د بندر عباس په ګډون یې ګڼ شمیر سیمې ویشتي دي.
مخکني معلومات :
د متحده ایالاتو د پوځ مرکزيي قوماندانۍ ( سنټکام) چارشنبه جولای ۱۵ په ایران باندې د امریکایي ځواکونو د دویم برید خبر ورکړی.
سنټکام په یوې اعلامیې کې چې د اکس په حساب کې یې خپره کړې ویلي چې امریکایي ځواکونو د واشنګټن پر وخت تر غرمې وروسته په ۳ بجو د ایران پر ضد عملیات پيل کړي. اعلامیې کې راغلي چې په تازه بریدونو کې د ایران نظامي اهداف په نښه شوي.
امریکایي ځواکونو ویلي چې د هیواد ستر اعلی قوماندان ( جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ) په امر د هرمز په تنګي کې په سوداګریزو کښتیو باندې د بریدونو له کبله چې د نړیوال تجارت لپاره یوه مهه لار ده،ایران مسؤل بولي.
د سنټکام په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې د ۳ بجو په بریدونو کې د ایران کوم ځایونه په نښه شوي و خو تر دې وړاندې امریکایي ځواکونو ویلي و چې پدې بریدونو سره غواړي د ایران نظامي وړتیاوې کمزورې کړي او هغوي ونشي کړی چې په سوداګریزو کښتیو او ملکي عملې باندې بریدونه وکړي.
دا په یوې ورځې کې په ایران باندې د امریکایي ځواکونو دویم پرله پسې برید دی.
د چارشنبې ورځې لومړی برید د واشنګټن پر وخت د سهار په شپږو بجو پیل او یو نیم ساعت وروسته پای ته ورسید.
دغې قومندانۍ په خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې په دغو بریدونو کې نه یوازې د ایران د کروز مزایلو زیرمې بلکې د هغه هیواد د ساحلي دفاع سیستمونه هم په نښه شوي دي.
سنټکام زیاته کړې ده چې په دغو بریدونو سره د هرمز په تنګي کې پر تجارتي کښتیو د برید کولو په اړه د ایران قابلیتونه لا کمزوري شوي دي.
په ایران باندې تازه بریدونه داسې مهال کیږي چې د متحده ایالاتو پوځ یو ځل بیا د هرمز تنګي سمندري محاصره پیل کړله او ویلي چې د ایران پرته او د ایران اړوند کښتۍ نه پریږدي لدې مهمې سوداګریزې لارې تیرې شي.
د امریکا مرکزي قومندانۍ د سه شنبې په ورځ وویل چې د ایران ساحلي مناطقو او بنادرو ته یې د تلونکو او راتلونکو کښتیو په وړاندې سمندري محاصره بیا پیل کړې ده.
ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د عراق له لومړي وزیر سره د لیدنې پرمهال وویل، هیڅوک باید د هرمز په تنګي کې د حق العبور د اخیستلو حق ونلري.
ولسمشر ټرمپ وویل :"زما په اند، هیڅوک باید د هرمز په تنګي او یا هم د تنګیو په نورو اړیکو کې د حق العبور د اخیستلو توان ولري. زما په اند، هیڅوک باید په رښتیا هم په داسې موقف کې نه وي."
متحده ایالات په داسې حال کې د هرمز په تنګي کې سمندري محاصره پیل کړې او د هغه هیواد پر نظامي اهدافو بریدونه کوي چې د عمان سمندري ځواکونو ویلي دي د سه شنبې په ورځ ددغه هیواد په سواحلو کې په جلا پيښو کې د تیلو درې ټانکرونه په نښه شوي دي چې له امله یې د کښتیو درې عمله لادرکه شوې او شپږ نور ټپیان شوي دي.
متحدو ایالتونو او ایران د جون میاشتې په نیمایي کې یوې هوکړې ته ورسیدل خو پر یو شمیر سوداګریزو کښتیو د ایران له خوا تر بریدونو وروسته ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره اوونۍ د ناټو د غونډې پرمهال وویل چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د هوکړې پای ته رسیدلې ده.
بلخوا یو شمیر رسنیو د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کاظم غریب آبادي په نقل ویلي دي چې نور د اسلام آباد د هوکړې په نامه څه پاتې ندي.
جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په یوې تازه مرکې کې ویلي چې په ایران به د امریکایي ځواکونو بریدونه تر هغې روان وي تر څو دا هیواد خبرو ته نه وي حاضر شوي.
فورم \ دبحث خونه