د لاس رسي وړ اتصالات

سنټکام: ایراني ځواکونو په منځني ختیځ کې په امریکایي ځواکونو توغندي وار کړي

د امریکا یوه جنګي کښتۍ په منځني ختیځ کې د ماموریت پر مهال.
د امریکا یوه جنګي کښتۍ په منځني ختیځ کې د ماموریت پر مهال.

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو په منځني ختیځ کې په میشتو امریکایي ځواکونو ناڅاپي توغندي وار کړیدي.

د سنټکام په اعلامیې کې چې د اکس په حساب کې یې خپره کړې ویل شوي چې ایراني ځواکونو د واشنګټن پر وخت د مازدیګر په ۵ بجو او ۴۵ دقیقو ګڼ شمیر بلاستیک توغندي وار کړي خو د ټولو مخه یې په "بریالۍ توګه" نیول شویده.

سنټکام ویلي چې توغندي له ایران څخه وار شوي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې امریکایي ځواکونه به د تیارسۍ په تر ټولو لوړ وضعیت کې وي.

منځني ختیځ کې په میشتو امریکایي ځواکونو دا توغندي داسې مهال توغول شوي چې د متحدو ایالتونو پوځ پر ایراني اهدافو د خپلو بریدونو د دیارلسم پړاو تر بشپړولو وروسته، د کوم نوي برید خبر نه دی ورکړی.

اوسمهال په منځني ختیځ کې ۵۰۰۰۰ امریکايي سرتېري دېره دي او ډاډ ورکوي چې دغه ځواکونه په "ډېرې ځېرکۍ" سره د تیارسۍ په حالت کې دي.

د توغندیو دې بریدونو سره په عین وخت کې د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي چې متحده ایالتونو له ایران سره ډیرې ښې خبرې روانې کړي دي خو نوموړي خبرداری ورکړی که مذاکرات نتیجه ورنکړي، نو واشنګټن به بیرته نظامي اقداماتو ته مخه وکړي.

امریکایي ځواکونو تر دې دمه د ایران د توغندیو واریدو ته ځواب ندی ورکړی خو تر دې وړاندې جمهور رئیس ټرمپ په اردن او عراق کې د ایران په بریدونو کې د څلورو امریکایي سرتیرو وژل کیدو په غبرګون کې د ټروت سوشل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي و " هر ځل چې ایران یو امریکایي سرتیری وژني، هغوي ( ایران) به د دې وژنو څو چنده لوړ قیمت ادا کوي".

تر دې وړاندې سنټکام ویلي و چې د متحده ایالاتو څه باندې ۲۰ بحري جنګي کښتۍ په ټول منځني ختیځ کې د نظامي ماموریتونو د ملاتړ کولو لپاره فعالې دي. په اعلامیې کې ویل شوي چې د دې کښتیو یو ماموریت د هرمز په تنګي کې د سمندري محاصرې عملي کول دي.

سنټکام ویلي چې د روانې جولای میاشتې تر ۲۸ مې نیټې پورې امریکایي ځواکونو د ۱۸ سوداګریزو کښتیو مسیر بدل کړی، دوه یې له کاره غورځولي او دوو نورو کښتیو ته پدې خاطر ورختلي چې یقیني کړي په ټولو شرایطو عمل کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG