د لاس رسي وړ اتصالات

سنټکام: هرمز تنګي څخه مو د ۱۳۰۰ تجارتي کښتیو په تیریدو کې مرسته کړې

د امریکا پوځ امریکا غږ ته ویلي چې د مې میاشتې له پیل راهیسې یې د هغو شاوخوا ۱۳۰۰ سوداګریزو کښتیو سره مرسته کړې چې د هرمز له ستراتیژیکې تنګي څخه یې تر ۶۰۰ میلیونو بیرلو ډېر خام تېل لېږدولي دي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویاند، ټیم هاوکینز، د یوې پوښتنې په ځواب کې امریکا غږ ته وویل: "د امریکا پوځي ځواکونه د هرمز تنګي کې د تېرېدونکو سوداګریزو کښتیو سره مرستې ته دوام ورکوي. څو لارې د سوداګریزو کښتیو د تګ راتګ لپاره ازادې او پرانیستې پاتې دي."

هاوکینز زیاته کړه چې امریکایي ځواکونه د هرمز په تنګي کې د کښتیو د لارو د پراخولو لپاره د ماینونو پاکولو عملیات ته دوام ورکوي.

هغه وویل:" امریکایي ځواکونه د ماین پاکولو په عملیاتو کې پرمختګ کوي، له څنګه چې په تیرو اعلامیو کې د هرمز په تنګې کې د مسیرونو د پراختیا په اړه خبره شوېده."

سنټکام د هغو راپورونو په اړه تبصره ونه کړه چې ادعا شوې د امریکا پوځ د ټانکرونو د تګ راتګ لپاره د هرمز په تنګي کې په پټه یو مسیر جوړ کړی دی.

په ورته وخت کې، د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ د پنجشنبې په ورځ (اګست ۲۰) وویل چې هغه به د دوشنبې په ورځ یوه خبري غونډه جوړه کړي ترڅو د ایران پر وړاندې د اقتصادي فشار په اړه جزئیات وړاندې کړي، کوم چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ناوخته اعلان کړل.

بېسېنټ وویل، متحده ایالات به هڅه وکړي چې خپل متحدین د ایران پر وړاندې اقتصادي کمپاین کې د ګډون لپاره راټول کړي.

هغه سي ‌ان‌ بی‌ سی ته وویل: "دا به د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو لویه همغږې شوې اقتصادي انزوا وي؛ موږ خپلو متحدینو ته ورځو او ورته وایو، 'یا موږ سره ودریږئ یا زموږ په وړاندې."

د امریکا د خزانې وزیر زیاته کړه: "که تاسو غواړئ له دې رژیم سره چې قتلونه کوي سوداګري وکړئ او د پیسو لېږدولو، د تیلو پیرودلو یا له کښتۍ څخه بلې کښتۍ ته د تیلو لېږدولو ته دوام ورکړئ، نو د خزانې وزارت او د امریکا حکومت به ستاسو پر وړاندې د بندیزونو د لګولو لپاره له خپل ټول ځواک څخه کار واخلي."

بسینټ وویل، هغه ډاډه دی چې دا تګلاره، چې 'دوامداره بریدونه' نومول شوې، او په تاریخ کې تر ټولو سخت بندیزونه او سمندري محاصره پکې شامله ده، د ایران د وسله والو ډلو له لارې د ملاتړ او نفوذ وړتیا به کمه کړي، او ایران به نور د خپلو پوځي لګښتونو تمویل ونه شي کړای. هغه وویل: 'موږ به دا رژیم په ګونډو کړو.'

په ځواب کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ولسمشر ټرمپ لخوا اعلان شوي نوي اقتصادي اقدامات رد کړل او ویې ویل چې دا د پخوانیو پالیسیو دوام دی؛ هغه پالیسۍ چې، د هغه په وینا، به یوازې د لا زیاتو ناکامیو او د ایراني ولس ترمنځ د ناخوښۍ ژوروالي لامل شي.

چین همدارنګه ویلي چې اقتصادي فشار د امریکا او ایران ترمنځ د شخړې حل لاره نه ده، او له دواړو خواوو یې غوښتي چې خپلې ستونزې د دیپلوماتیکو لارو له لارې حل کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG