د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام ویلي چې د هیواد د ستر اعلی قوماندان په لارښوونه، امریکایي ځواکونو د ایران پر ضد اضافي بریدونه کړیدي.
د سنټکام په اعلامیې کې چې د واشنګټن پر وخت چارشنبه ناوخته خپره شوې راغلي چې په ایران یو لړ تازه بریدونه پدې خاطر شوي تر څو د دې هیواد وړتیا لا "کمزورې" کړل شي او ونشي کړی چې د هرمز په تنګي کې د کښتیو تګ راتګ ته خطر پیښ کړي.
د مرکزي قوماندانۍ په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې متحده ایالات په سوداګریزو کښتو او ملکې عملې باندې د برید له کبله چې د دې نړیوالو اوبو څخه تیریدلې، ایران مسؤل بولي.
دا په تیرو دوو ورځو کې دویم پرله پسې برید دی چې په ایران باندې کیږي.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په انقرې کې دناټو غړیو هیوادونو مشرانو غونډې په پای کې هم په یو خبري کنفرانس کې اشاره وکړله چې په ایران ښایي لا "سخت" بریدونه وشي.
ښاغلي ټرمپ تازه د ټروت سوشل په شبکې کې لیکلي چې که ایران بیا د هرمز پّ تنګي کې په کښتیو برید وکړي، د متحده ایالاتو ځواب به لا سخت او جدي وي.
ټرمپ لیکلي چې د نویو بریدونو لړۍ په ملکي کښتیو باندې د ایران د بریدونو په غبرګون کې پیل شویده.
ایران تر دې دمه د امریکایي ځواکونو تازه برید ته غبرګون ندی ښودلی خو تر دې وړاندې یې په ځواب کې په منځني ختیځ کې په یو شمیر هیوادونو بریدونه کړي و.
ټرمپ د ایران مشران "لیونیان" وبلل او زیاته یې کړه چې نور نغواړي په خبرو اترو خپل وخت ضایع کړي.
فورم \ دبحث خونه