د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د ټکنالوژۍ د نړۍ تر ټولو ستر نندارتون پرانیستل شو


د نړۍ د ټکنالوژۍ او برقي وسایلو د سوداګرۍ تر ټولو ستر نندارتون نن پنجشنبې دسمبر پنځمه (مرغومې ۱۵) د امریکا د لاس ویګاس په ښار کې پرانیستل شو.

ټاکل شوې ده چې پدې نندراتون کې شاوخوا ۱۰۰ زره کسان ګډون وکړي. نږدې نیمايي شرکتونه چې په دې نندارتون کې خپل وروستي اختراعات وړاندې کوي، د امریکا له بیرون څخه راغلي دي.

په خبره پوه ځېرک روباټان، برقي بوټونه چې سړی تېز بیایي او داسې نور په دې نندارتون کې د نړۍ د ټکنالوژۍ د وروستیو اختراعاتو بیلګې دي چې د غږیزې مصنوعي ځیرکتیا (AI) وړتیاوې په ګوته کوي.

د ځیرکو روباټانو دا ټکنالوژي د ایرآډیټ شرکت لاسته راوړنه ده. ددې شرکت کارکوونکي مارک بېګر وویل: "موږ د مصنوعي ځیرکتیا داسې غږیزه ټکنالوژي تیاره کړې چې په مټ یې کولای شئ په خپل غږ د نړۍ هر ډول ماشین، روباټ، ډرونونه او کمپیوټرونه کنترول کړئ."

د کرونا له وبا وروسته د سږکال په دې نندارتون کې د ۱۴۰ هیوادونو استازي ګډون کوي او تمه کیږي چې ۱۰۰ زره کسان یې لیدلو ته راشي. نندارې ته د خپلو اختراعاتو د وړاندې کولو دپاره د ۳۲۰۰ شرکتونو او افرادو له جملې نږدې نیمايي د اوکراین په ګډون د امریکا له بهر څخه راغلي خو د نندارتون تنظیموونکو د روسي شرکتونو پر ګډون بندیز لګولی دی.

د مصرفي ټکنالوژۍ ټولنې مشر، ګاري شاپیرو، چې ددې نندارتون چارې تنظیموي وايي: "موږ د اوکراین د وضعیت له امله په دې نندارتون کې روسي نندارچیانو ته اجازه نه ورکوو."

شاپیرو د کرونا له وبا وروسته په فزیکي ډول ددې نندارتون جوړېدل مهم بولي او وايي پر ټکنالوژۍ باندې د نړۍ له تکیې سره سره، وبا ثابته کړه چې انسانان فزیکي راکړه ورکړه خوښوي.

هغه زیاته کړه: "ډیری څه چې تاسو پدې نندارتون کې ګورئ هغه ټولنیزو اړتیاوو ته د شرکتونو ځواب دی. وایي، دا هغه څه دي چې موږ یې د ټولنې د ښه کولو لپاره کولای شو او دا چې د خوړو، پاکې هوا او اوبو په برخه کې ټیکنالوژي ډېر څه کولی شي."

د تایوان شرکت ایبل کارکوونکې کلیر پینګ وايي، شرکت یې داسې ګوشکۍ جوړې کړي چې له ککړې هوا او ویروسونو سره مبارزه کوي.

ددې شرکت کارکوونکې کلیر پینګ وویل چې ګوشکۍ یې نه یوازې د محیطي شور او زوږ بلکې د ککړې هوا مخنیوی هم کوي.

پدې نندارتون کې د میټاورس د مینه والو دپاره د مجازي واقعیت (VR) په برخه کې تازه جوړ شوي وسایل هم نندارې ته وړاندې شوي دي.

جاپاني شرکت شیفټال د مجازي واقعیت داسې سپکه وسیله جوړه کړې چې استعمالوونکي یې د ډیر وزن احساس نه کوي.

ددې شرکت د "میوټاک" غږ مهاروونکی بلوټوت مایکروفون، استعمالوونکو ته ددې زمینه برابروي چې په میټاورس کې خپل غږ په رسا ډول واوروي خو په خپل شاوخوا فزیکي نړۍ کې چا ته مزاحمت ونکړي.

د شیفټال شرکت مشر ټکوما ایواسا وویل: "ددې وسیلې سپکوالی د کاروونکو لپاره خورا اغېزمن دی، ځکه چې دوی په میټاورس کې ډیر زیات وخت تیروي."

د ۲۰۲۳ کال د ټکنالوژۍ پدې نندارتون کې د فزیکي او مجازي دواړو واقعیتونو مینه والو ته داسې تازه اختراع شوي وسایل وړاندې شوي چې د انسانانو په ژوندانه کې د بدلون لامل کیږي.

XS
SM
MD
LG