د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې پر ماشومانو مشکوک تېري کوونکي ونیول شول


په پاکستان کې چارواکو د یکشنبې په ورځ اووه تنه د ماشومانو سره د جنسي تېري او د هغو د ویډیوګانو د خپرولو په تور ونیول.

پولیس وايي دغه کسان یې په پنجاب کې نیولي دي، پر دوی تور دی چې له ماشومانو سره به یې جنسي تېري کول، د جنسي تېري فلمونه اخیستل او خپرول.

د اسووشیټډ پریس خبري اژانس وايي چې د دغه پېښې د یو شمېر نورو مشکوکو کسانو د نیولو تمه هم کیږي.

د پنجاب د قصور ولسوالۍ د پولیسو مشر شهزاد سلطان وویل چې پلټونکي د شواهدو څېړنه کوي او تر اوسه یې په ماشومانو د جنسي تېري ۱۹ ویډیوګانې نیولي او ضبط کړي دي.

د پولېسو یو افسر بابر سعید ویلي تراوسه لا دا نه ده معلومه چې څومره له ماشومان سره جنسي تیري شوي دي.

پولیس د هغو ادعاو څېړنه هم کوي چې یو شمېر مشکوکو کسانو د دغو ویډیوګانو د نه خپرولو په بدل کې د جنسي تېري شویو ماشومانو له کورنیو د پېسو غوښتنه کړې ده. دغو کسانو ګواښ کړی و که د ماشومانو کورنۍ ورته پېسې ورنکړي، ثبتې شوې ویډیوګانو به خپرې کړي.

داسې راپورونه هم شته چې د جنسي تېري ویډوگاني خرڅې شوې او محلي بازارونو ته هم وتلي دي.

دا په پاکستان کې د خپل ډول تر ټولو ستره او شرمونکې پېښه بلل شوي چې د ماشومانو د حقونو د فعالانو اندېښنې یې هم پارولې دي.

XS
SM
MD
LG