د لاس رسي وړ اتصالات

صفیه: زه نه پوهیږم چې یوه نجلۍ به د مور او پلار په اوږو پېټی وي


د اجباري ودونو ۱۳کلنه قربانۍ، صفیه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:37 0:00

د اجباري ودونو ۱۳کلنه قربانۍ، صفیه

صفیه د لاهور په بلال نگر کې اوسیږي. هغه په دیارلس کلنۍ کې واده کړای شوې ده.

صفیه وایي "هره نجلۍ غواړي ناوې شي او خپل نوي کور ته ولاړه شي."

صفیه وایي "نجلې تر بل هر وخت په همدې ورځ ښکلې ښکاري." او دې هم همداسې ورځ غوښتله.

صفیه چې اوس ١٩ کلنه او د دوو ماشومانو مور ده وایي "یوه ورځ ، زمونږ کور ته میلمانه راغلل او زه یې وغوښتلم. زه په هغه ماښام، په همغو کالیو کې واده شوم چې تر مخ مې اغوستي وه."

د صفیې چې مور او پلار طلاق اخیستي وایي" زه نه پوهیږم چې یوه انجلۍ به د مور او پلار په اوږو پېټی وي"

صفیه په ماشومتوب کې د مور سره د خپلې انا کور ته کډه شوې ده . د صفیې مور ډیره بې وزله وه.

صفیه وایي هیڅوک باید په کم عمر کې واده نشي ځکه د هغې په اند د نجلې پوه بشپړ شوې نه وي او د کور په اداره کولو نه پوهیږي.

صفیه هیله لري چې نجلۍ باید هغه وخت واده شي چې د جسمي او فکري اړخه بالغه وي.

XS
SM
MD
LG