د لاس رسي وړ اتصالات

فاریاب کې د سړک د غاړې ماین څلور ماشومان وژلي


د فاریاب د ماین چاودنې د پیښې قربانیان
د فاریاب د ماین چاودنې د پیښې قربانیان

د فاریاب په ولایت کې د سړک د غاړې د ماین په چادونه کې څلور ماشومان وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.

د فاریاب ولایت امنیتي مقامات وایي چاودنه د جمعې د ورځې په ماسپښین د شرین تگاب په ولسوالۍ کې وشوه.

د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند کریم یورش امریکا غږ ته وویل چې دغو ماشومانو له ٦ نه تر ١٢ کلونو پورې عمر درلود او یوه ماشومه نجلۍ هم وژل شوي ده.

امنیتي مسولین ادعا کوي چې دا کار طالبانو کړی دی خو تر اوسه د طالبانو پدې هکله رسنیو ته څه ندي ویلي.

د شیرین تگاب ولسوالۍ د جنایي جرایمو آمر غلام علي ویلي چې پیښه د کوه صیاد په کلي کې شوې.

له بلې خوا د فاریاب د ولایتي روغتون ډاکتران وایي پدې پیښې کې د دریو ټپي شویو ماشومانو وضعیت ښه ندی.

عیني شاهدان وایي چې پدې چاودنه د ماشومانو لاسونه او پښې غوڅې شوي دي.

XS
SM
MD
LG