د لاس رسي وړ اتصالات

چین او امریکا د اړیکو ثابتولو لپاره چمتوالی وښود: د بهرنیو چارو وزارت


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وایي د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن او چینایي سیال چین ګانګ تر منځ په مجلس کې دواړو لورو د اړیکو ثابتولو لپاره لیوالتیا څرګنده کړه.

د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي یکشنبه جون ۱۸ (غبرګولي ۲۸) وویل چې ښاغلي بلینکن او ښاغلي ګانګ وویل پدې هم باید کار وشي چې د نړۍ د دې دواړو ځواکمنو هیوادونو تر منځ سیالي باید شخړې خوا ته ولاړه نشي.

د بهرنیو چارو وزارت دې چارواکي وویل چې ښاغلي بلینکن په بیجنګ خپل چینایي سیال سره په ملاقات کې په ډیره ښکاره توګه وویل چې متحده ایالات د چین څخه بیلوالی نغواړي او دواړو خواوو موافقه وکړه چې د یو شمیر موضوعاتو په هکله د پرمختګ لپآره باید خبرې وشي.

وزارت همدارنګه ویلي چې په غونډې کې "مستقیمې او واضح" خبرې وشوې.

پدې ملاقات کې چې تقریباً ۷ نیم ساعته یې ادامه درلوده د چین د بهرنیو چارو وزیر متحده ایالاتو ته د راتګ بلنه هم منلې او دواړو لورو پدې موافقه وکړه چې د چین او متحده ایالاتو تر منځ د الوتکو پروازونه به هم ډیروي.

د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند میتیو میلر د دې غونډې په هکله په اعلامیې کې ویلي، " د بهرینو چارو وزیر واضح کړله چې متحده ایالات به تل د خپل ولس د ګټو او ارزښتونو په دفاع کې ولاړ وي او د داسې یوې نړۍ لپاره به د خپلو متحدینو او شریکانو سره ګډ کار ته دام ورکوي چې آزاده وي او د نړیوال نظم پابند وي".

دا د ۲۰۱۸ کال راپدیخوا لومړی ځل دی چې د امریکا د بهرنیو چارو یو وزیر په رسمي سفر چین ته ځي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې هوا چونینګ په ټویټر کې هیله څرګنده کړه چې دا ملاقات به د چین – امریکا اړیکې هغه شان کړي لکه د دواړو هیوادونو جمهور رئیسانو چې د بالي په غونډې کې پرې موافقه کړې وه.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جوبایدن او د هغه چیني سیال شي جینپینګ د تیر کال د نومبر په میاشت کې د اندونیزیا د بالي په ټاپو کې په یوه کتنه کې په دې موافقه کړې وه، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ ترینګلتیا له کنټرول څخه بهر نه شي.

بیجینګ ته د بلینکن لیږل هم د دواړو جمهور رئیسانو ترمنځ د موافقې یوه برخه وه.

د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ اړیکې د څو کلنو راهیسې د اقتصاد، سوداګرۍ، بشري حقونو، امنیت او په سیمه کې د چین مخ په زیاتیدونکي ډول نفوذ په اړوند مسلو د اختلاف له امله ترینګلې دي.

تایوان ته د امریکا د متحده ایالاتو د استازو د مجلس د پخوانې مشرې میرمن ناسي پلوسي سفر د چین غصه راوپاروله، بیجینګ د اقلیم د بدلون په ګډون په یو لړ مسلو امریکايي چارواکو سره خبرې وځنډولې

د امریکا د متحده ایالاتو لوړپوړو چارواکو ویلي، چې سیمه ییز امنیت، نشه يي توکو سره مبارزه، اقلیم بدلون، نړیوال اقتصادي ثبات او په چین کې په غیر قانوني ډول نیول شوي امریکايي اتباعو اړوند مسایل د بلینکن د سفر په اجندا کې شامل موضوعات دي.

XS
SM
MD
LG