د لاس رسي وړ اتصالات

چین په امریکایي چارواکو د ویزو بندیزونه ولګول


وروسته تر هغه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چین په چارواکو د ویزو بندیز ولګاوه، چین هم اعلان وکړ چې د دې اقدام په غبرګون کې ورته کار کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تیره میاشت اعلان وکړ چې د چین په هغو چاراکو د ویزو دا بندیز لګول کیږي چې د مذهبي او قومي اقلیتونو پر ضد په "ځپونکو کړنو" کې لاس لري خو نومونه یې ندي اخیستل شوي.

په همدې حال کې د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبن هم د دې بندیزونو د اعلان پر وخت د امریکایي چارواکو نومونه په ډاګه نکړل چې د ویزو بندیز پرې وضع شوی خو دومره یې وویل چې د چین د بشري حقونو د سابقې په هکله یې درواغ ویلي دي.

ښاغلي وانګ وویل، " متحده ایالات د بشري حقونو څخه د پلمې په توګه کار اخلي چې ناوړه دروغ ووایي او د همدې بهانې څخه د چین په کورنیو چارو کې د لاس وهنې لپاره کار اخلي".

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند همدرانګه وویل چې امریکا پدې کار سره د چین حثیت داغدار کوي او چارواکو ته یې زیان رسوي.

دغه جګپوړي چینایي چارواکي د متحده ایالاتو په چارواکو د ویزو د بندیزونو په هکله وویل، "پدې خاطر چې د چین خودمختاري، امنیت او د پرمختګ ګټې خوندي شي او همدارنګه د چینایي چارواکو مشروع حقوق او ګتې پر ځای شي، چین پریکړه کړې چې په هغو امریکایي چارواکو بالمثله د ویزو بندیزونه ولګوي چې د بشري حقونو د هغو موضوعاتو په هکله یې دروغ ویلي چې چین پکې لاس لري، یا یې په چین د بندیزونو غوښتنه کړې او یا یې د چین ګټو ته زیان رسولی".

د دي بندیزونو د لګیدو څخه وړاندې د چین د بهرنیو چارو وزارت متحده یالاتو ته خبرداری ورکړی و چې که دا بندیزونه یې لیرې نکړل، چین به یې پر ضد اقدام وکړي.

متحده ایالات او نور غربي هیوادونه په چین تور لګوي چې د سین کیانګ په ایالت کې اویغوري مسلمانان په ډله ایزه توګه وژني خو بیجنګ دا تورونه رد کړي.

د دې تر څنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنیکن په چین تور پورې کړ چې د قومي او ژبني اقلیتونو غړي ځوروي، ګواښي، څاري او یا یې تښتوي.

ښاغلي بلینکین ویلي و چې چین حتی دا کړنې د هغو قومي او ژبني اقلیتونو سره کوي چې په بهرنیو هیوادونو یې د خوندیتوب لپاره پنا اخیستې.

تر دې وړاندې په متحده ایالاتو کې چارواکو د چین ۵ اتباع پدې تورن کړل چې ګمان کیږي د چین د مخفي پولیسو لپاره یې کار کاوه او په امریکا کې یې د هغو چینایي اتباعو په هکله یې جاسوسي کوله چې په بیجنګ انتقادونه کوي.

د متحده ایالاتو د نیویارک ایالات یو څارنوال بریون پیس پدې کسانو دا تورونه ولګول. پدې کسانو تور دی چې په متحده ایالاتو کې هغه چنیایي اتباع ځوررول، تعققیبول او یا یې د هغوي جاسوسي کوله چې د چین په حکومت انتقادونه کوي.

د محکمې د اسنادو پر اساس پدې کسانو کې یو یې د چین د امنیت د وزارت غړی دی او په امریکا کې یې د یو پخواني امریکایي عسکر چې په خټه چینایي دی، د کانګریس لپاره د کاندید کیدو په چارو کې د لاس وهنې هڅه کړې.

د کانګریس لپاره دې کاندید په ۱۹۸۹ میلادي کال کې د دیموکراسۍ په پلوۍ د تیانیمن څلور لارې په مظاهرو کې برخه اخیستې وه چې د چین حکومت یې د ځپلو لپاره د تشدد څخه کار اخیستی و.

XS
SM
MD
LG