د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان سره د کور جوړونې په برخه کې د چین نږدې ۸۰ میلیون ډالرو مرسته


چین له افغانستان سره ژمنه کړې، چې په کابل کې د استوګنې لس زره کورونه جوړوي
چین له افغانستان سره ژمنه کړې، چې په کابل کې د استوګنې لس زره کورونه جوړوي

په کابل ښار کې د ۱۴۰۰ آپارتمانونو د جوړولو لپاره افغان او چینایي چارواکو د پنج‌شنبې په روځ د شاخوا اتیا میلیونو امریکايي ډالرو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د افغانستان د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري خبریالانو ته وویل، دا پیسې به د افغانستان د استوګن‌ځایونو د جوړولو تر ټولو لویې پروژې د عملي کولو په لومړي فاز کې ولګول شي.

ښاغلي نادري وویل "دغه لومړی فاز د استوګن‌ځایونو د جوړولو یو لوی تاریخي پروګرام دی، د دغې پروژې لپاره د ۵۰۰ میلیونو چینايي یوانو ژمنه شوې ده، چې شاوخوا ۷۵ میلیونو څخه نیولې تر ۸۰ میلیون ډالره کیږي، اوسمهال داسې اټکل شوی چې په دغو پيسو به شاوخوا ۱۴۰۰ استوګن‌ځایونه جوړ شي."

د ښارجوړونې د وزیر پر وینا، د دغې پروژې د تدارکاتو له پروسې وروسته به له یو ساختماني شرکت سره تړون لاسلیک کړي او تر راتلونکو دوو میاشتو به د پروژې عملي چارې پیل او تر دوو کلونو پای ته ورسول شي.

له دې مخکې افغان حکومت ویلي وو، چې په دریو فازونو کې به تر راتلونکو لسو کلونو پورې د چین د ۱.۵ میلیارد یوان په مرسته په کابل کې څه باندې لس زره کورونه جوړ کړي.

خو د ښار جوړونې وزیر وویل، چې د کور جوړونې دویم او درېیم فاز به په ولایتونو کې عملي کړي.

کابل کې د چین سفیر یوجینګ د هوکړه لیک د لاسلیکولو په مراسمو کې وویل، هیواد یې ژمن دی چې له افغانستان سره پر کړو ژمنو عمل وکړي.

ښاغلي یوجینګ وویل "نن موږ د کور جوړونې د لومړي فاز هوکړه لیک، چې ورباندې ۵۰۰ میلیون یوان لګښت راځي، لاسلیک کوو، که د افغانستان د خلکو او حکومت لپاره د منلو وړ وي، که د افغان ښاریانو او د ښاري سیمو لپاره ګټوره وي، زه ډاډه یم چې زموږ هیواد به په خورا سمه توګه ورته مرستو ته دوام ورکړي."

له افغانستان سره د چین دا مرسته د هغو ژمنو یوه برخه ده، چې په ۲۰۱۴ عیسوي کال کې دغه هیواد ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سفر پر مهال چینايي چارواکو له افغانستان سره کړې وې.

افغان حکومت وايي، په تیرو دوو کلونو کې د شاوخوا ۱۷ زره استوګن‌ځایونو پر جوړولو یې کار پیل کړی، چې یو شمیر یې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

په افغانستان کې د استوګن‌ځایونو کموالی د دغه هیواد د اوسیدونکو لویه ستونزه شمیرل کیږي.

د افغانستان د ښار جوړونې وزارت وايي چې په تیرې یوې لسیزي کې له سل میلیارد زیات امریکايي ډالر په افغانستان کې لګول شوي خو د بیوزلو افغانانو پر ژوند یې د پام وړ اغیزه نه ده کړې.

د افغانستان د ښار جوړونې وزارت د شمیرو له مخې په دغه هیواد کې د کورونو د کموالي ستونزې د لرې کولو لپاره لږ تر لږه د دوو میلیونو استوګن‌ځایونو جوړولو ته اړتیا لیدل کیږي.

دغه وزارت په پام کې لري، چې په راتلونکي کال کې د استوګن‌ځایونو جوړولو ملي پروګرام پیل کړي.

XS
SM
MD
LG