د لاس رسي وړ اتصالات

چین به نور د نړۍ فابریکه نه بلل کېږي


د چین د تاینمین مشهوره څلور لاره
د چین د تاینمین مشهوره څلور لاره

د چین هغه موقف چې یو وخت به ورته د نړۍ د فابریکې خطاب کېدی، کرار کرار مخ پر تضعیفېدو دی په داسې حال کې چې په دې ملک کې د کارګر لګښت مخ په زیاتېدو دی او دغه هېواد اوس د خپل پخواني موقف څخه چې پر صادراتو باندې به یې اتکا کوله، پر بل مسیر روان دی.

په دې خاطر چې دغه هېواد یادشویو مسایلو او تغییراتو ته ځواب ووايي چین په یو لړ اقداماتو باندې لاس پوري کړی دی او یو پلان یې جوړ کړی دی چې دغه هېواد په راتلونکي کې په یوه تولیداتي قوت باندې بدل کړي.

د چین ددې نوي پلان نوم دی ،، د چین ساخت ۲۰۲۵،، او د دې پلان هدف دا دی چې دغه هېواد د نورو پرمخ تللو صنعتي هېوادونو په مقایسه چې کومې اقتصادي خلاګانې لري، هغه ډکې کړي. چین په دې پوه سوی دی چې نور نسي کولای چې د خپل کښته تولیداتي لګښت څخه ګټه واخلي او نړۍ ته صادرات وکړي چې خپل اقتصاد نور هم تقویه کړي.

چین په پام کې لري چې د تولیداتي هېوادونو په ډله کې ځان مخکي کړي او پر نویو ټیکنالوژیو او نوښتونو باندې پانګه اچونه وکړي. په دې لړ کې دغه هیواد لس سکتوره په ډاګه کړي دي چې په راتلونکي یوې لسیزه کې به وده ورته ورکړي چې په دغو سکتورونو کې د معلوماتي ټینکالوژۍ، روباټ ماشینونو او د انرژي غوښتونکو نویو وسایطو نه نیولې تر عصري بیړیوو پوري شامل دي.

د نور په پرتله پر چین فشار زیات دی

کلوس مېیر، په شینګای کې د چین د یوه اقتصادي تحقیقاتي مرکز کارپوه دی. هغه وايي چې چین د دې پلان په مرسته هڅه کوي چې د نړۍ د پرمختللو هېوادونو سره ځان برابر وساتي او په عین حال کې ددغو هېوادونو په مقایسه چې په اقتصادي فعالیت کې کومې خلاګانې لري هغه هم ډکې کړي. مېیر زیاتوي چې په داسې حال کې چې په چین کې د کارګر لګښت مخ په زیاتیدو دی، پر دغه هېواد باندې د نورو مخ پر ودې اقتصادي قدرتونو په پرتله فشار زیات دی.

مېیر داسې وايي ،،د ځوانو کارګرو شمیر کم شوی دی او په همدغه دلیل د کارګر لګښت هم لوړ شوی دی په خاصه توګه د شاهنګای په څیر ښاري سیمو کې. دغې مسلې ته په کتو سره د چین هغه پالیسي چې د تیرو ۳۰ کلونو راهیسې یې تعقیبوي او هغه دا چې د کارګر د ټیټې بیې په مرسته نورو هېوادونو ته صادرات کوي، نور کار نه ورکوي.،،

د یادونې وړ ده چې د چین لومړي وزیر لي کیکیانګ دغه نوی اقتصادي پلان منظور کړی دی او د نوي پلان تمرکز پر دې دی چې د چین پر سترو ستونزو باندې کار وکړل سي لکه د لوړې کچې ټینکالوژي او قوي نړیوال براندونه چې دغه هېواد یې اوسمهال د کمښت سره مخ دی رامنځ ته سي. دغه راز دغه هېواد د انرژۍ پر غیر موثر لګښتونو باندې هم کار کوي او غواړي چې داسې ټینکالوژي جوړه کړي چې په طبیعي انرژۍ باندې چلیږي ترڅو د چاپریال په برخه کې هم پاملرنه وشي ځکه چین د اقتصادي فعالیت په موخه په دې تیرو څو لسیزو کې خپل د چاپیریال د ککړتیا موضوع د پامه غورځولې ده.

په هانګ کانګ کې د اې ان زي د څیړنیز مرکز څخه اقتصاد پوه ریموند یانګ وايي چې د چین اوسنی پلان پر ورقو باندې ښه معلومېږي خو دا چې دغه هېواد به وسي کړای چې دغه پلانونه عملي کړي دا به د وخت د تیریردو سره معلومه سي.

یانګ داسې وايي ،،ظاهراْ حکومت ته په کار ده چې بهرنیوو پانګه اچونکو ته لاره هواره کړي او خصوصي سکتور ته په اقتصاد او نورو سکتورونو کې زیاته ونډه ورکړي. په نوي اقتصادي پلان کې په اقتصادي چارو کې د حکومت د عدم کنټرول په هکله ذکر سوی دی چې باید خصوصي سکتور پرېښودل سي چې کار وکړي خو په دې هکله په سند کې جزیات نه دي ورکړل سوي.،،

یانګ وايي چې دغه راز تدابیر کیدای سي چې د بیلابیلو حکومتي اعلانونو په توګه په راتلونکې کې د حکومت د نورو ادارو له خوا په ډاګه سي لکه د چین د ملي پراختیا د ریفورم کمیسون کولای سي چې نور تدابیر په آینده کې اعلان کړي.

د چین د ژینوا رسمي خبري آژانس ریپوټ ورکړی دی چې دغه پلان به د مارکیټ پر اساس پلي کېږي خو کنټرول به یې د حکومت له لوري وي او په پالیسوو کې به یو لړ ژور او بنیادي اصلاحات راځي چې د چین د دې ستر اقتصادي پلان سره مرسته وسي.

په داسې حال کې چې ځیني برخې ښايي د تحقیق او پراختیا په برخو کې د حکومت ملاتړ او تمویل ته اړتیا ولري، یانګ وايي چې دا ډیره مهمه ده چې آزاد مارکیټ ته وده ورکړل شي چې نوښتونه رامنځ ته کړي. نوموړي زیاته کړه چې د حکومت پریکړه چې لس سکتوره یې خپل پر سر انتخاب کړي دي کیدای سي چې د خطره ډک اقدام ثابت سي.

یانګ داسې وايي ،،هغه څه چې حکومت ته په کار ده چې ویې کړي دا دي چې یوه داسې فضا رامنځ ته کړي چې آزاد مارکیټ په مناسب وخت کې په خپله بیلابیلو صنعتونو ته وده ورکړي.،،

نوښتونه حکومتي مامورین نه، تجاران رامنځ ته کولای سي

په بیجینګ کې د ټینکالوژۍ د انسټیټوټ یو اقتصاد پوه هو ژینګدو وايي چې په داسې حال کې چې د چین نوموړی اقتصادي پلان چې غواړي ځان د نړۍ د فابریکې څخه په یوه تولیداتي قوت بدل کړي، ښه پلان دی خو اندېښنه لرم چې حکومت په خپاره شوي اقتصادي پلان کې خصوصي شرکتونو ته لږ پاملرونه کړې ده.

هو زیاتوي چې هغه اندېښمن دی چې چین به هڅه وکړي چې ددغه هېواد پر حکومتي شرکتونو باندې زیات تمرکز وکړي او خصوصي شرکتونو د پامه وغورځوي.

هو داسې وايي،،د خصوصي سکتور پراختیا او وده ډیره مهمه ده او همدغه خصوصي سکتور دی چې نوښتونه رامنځ ته کوي. خصوصي سکتور دی چې خلاقیت رامنځ ته کوي او په هغو شرکتونو کې چې د حکومت مربوط دي هلته خلاقین نه بلکې حکومتي مامورین کار کوي.،،

د ،،چین ساخت ۲۰۲۵،، په نامه اقتصادي پلان د یوه درې مرحله ايي پلان لومړۍ برخه ده. چین په پام کې لري چې په ۲۰۴۹ کال کې یو ستر صنعتي او تولیداتي اقتصاد سي او د نورو اقتصادي قدرتونو سره د صنعت او تولید په برخه کې برابر سي.

XS
SM
MD
LG