د لاس رسي وړ اتصالات

د هانگ کانگ مظاهره کوونکو د چین ملي بیرغ ته شا کړه


د هانگ کانگ دموکراسي پلوه مظاهره کوونکو د چهارشنبې په ورځ د کمونست چین د پنځه شپیتمې کلیزې هغه مراسم گډوډ کړل چې د دې سیمې اجرائیوي رئیس لیونگ چن ینگ پکې برخه اخیستې وه.

په هانگ کانگ کې محصلینو گواښ کړې چې مظاهرې به پراخې کړي که چېرې لیونگ چن ینگ د هانگ کانگ د اجرائیوي رئیس په توگه له دندې استعفا ونکړي.

د چین د ملي ورځې په ویاړ، نن سهار د بوهنیا په څلور لارې کې د بیرغ جگولو په مراسمو کې ځیني فعالانو د چین د ملي سرود د غږولو په وخت کې د غواگانو په څېر غږونه کول او ځینو یې بیرغ ته شا واړوله. یو شمیر نورو بیا د اجرائیوي رئیس پر ضد نارې وهلې چې استعفا دې وکړي.

د چین د ملي ورځې په ویاړ مراسم په داسې حال کې ولمانځل شول چې په زرگونو مظاهره کوونکو د چین د نیمه خودمختارې سیمې د دریو مهمو ځایونو اشغال ته دوام ورکړ. دا هڅې د بیجنگ نه د دموکراتیکو اصلاحاتو د غوښتنې دپاره کیږي.

د پخوانيو مشرانو غبرگون

همدارنگه د چهارشنبې په ورځ د هانگ کانگ پخوانی والي کرس پتن د بریتانیې په دې پخوانۍ مستعمرې کې د سترې دموکراسۍ د غوښتنو په اړوند د مشورو د یو نوي پړاو غوښتنه وکړه. هغه بي بي سي راډیو ته وویل "زه فکر کوم مونږ باید د اوښکې بهونکي گاز او د مرچکو شیندلو پر ځای له خبرو اترو کار واخلو."

ښاغلي پتن په کال ١٩٩٧ کې چین ته د هانگ کانگ د سپارلو مخکې د بریتانیې په استازیتوب د هانگ کانگ وروستی والي و.

د یکشنبې د ورځې را پدیخوا، کله چې پولیسو په یوه ناکامه هڅه کې د خلکو د خواره کولو په موخه د اوښکې بهونکي گاز او مرچکو یو ډیر مقدار نه کار واخیست، د تشدد په هکله راپورونه ندي خپاره شوي.

ځینو دا اندیښنه درلوده چې کیدای شي نن چهارشنبې، د کمونستي چین د کلیزې د مراسمو نه مخکې پولیس د جمعیت د خورولو دپاره د زور نه کار واخلي. خو دا اندیښنې بې بنسټه ثابتې شوې.

مظاهره کوونکي د بیجنگ څخه غواړي د کال ٢٠١٧ ټاکنو په هکله دې خپل پلان بدل کړي چې ویلي عامه راې اچونې به کیږي خو اول به د کاندیدانو درخواستۍ د انتخاباتو د کمیتې له خوا منظور کیږي.

د بیجنگ ملاتړ

د هانگ کانگ اجرائیوي رئیس لیونگ د چهارشنبې په ورځ په هانگ کانگ کې د چین د ملي ورځې په ویاړ خپلې وینا کې وویل چې د بیجنگ پلان به تر اوسني میتود ښه وي چې یو ټاکنیزه کمیته دې د سیمې مخکښ مشر وټاکي.

ښاغلي لیونک چې د سې شنبې په ورځ د مظاهرو د سمدستي ختمولو غږ وکړ په مستقیمه ډول یې مظاهره کوونکو ته اشاره ونکړه. خو هغه د ټولنې له ټولو طبقو نه وغوښتل چې د حکومت سره د سوله ایزې، قانوني، منطقي او معقوله چلند له لارې همکاري وکړي.

بل خوا کابو ٢٠٠ زره خلک په انترنت کې یو درخواست لاسلیک کړی چې پکې یې د امریکا له جمهور رئیس بارک اوباما نه غوښتنه کړې ده چې له چین څخه وغواړي چې 'د تنیانمن د قتل عام' په شان عمل دې ونکړي. د دغه درخواست په غبرگون کې سپینې ماڼې یوه اعلامیه خپره کړې چې وایي که چېرې مظاهره کوونکو ته د عامه رایو حق ورکړ شي، د اجرائیوي رئیس مشروعیت به تر ډیره حد زیات شي.

په چین کې د هانگ کانگ د مظاهرو په خبرونو بندیز لگول شوی
په چین کې د هانگ کانگ د مظاهرو په خبرونو بندیز لگول شوی

نور فعالان
په بیجنگ د کمونست گوند مشران اندیښنه لري چې د دموکراسي غوښتنې ولولې کیدای شې په چین کې خپرې شي او د هانگ کانگ د لاریونو او مظاهرې په هکله په مطبوعاتو او ټولنیزو رسینو کې خبرونه په پراخه کچه سانسوروي.

د بشري حقونو ډلې، د بښنې نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ خپلې ویب پاڼې کې یوه اعلامیه خپره کړه او د چین واکمنان یې د شلو کسانو په نیولو تورن کړل چې په انترنیت کې یې د هانگ کانگ د مظاهره کوونکو د عسکو نو د خپرولو هڅه کړې وه.

د بشري حقونو ډلې دا هم ویلي چې په چین کې یو شمیر فعالان چې د هانگ کانگ د مظاهرو ملاتړ یې کاوه بنديان شوي او یا د پولیسو له خوا گواښل شوي دي.

XS
SM
MD
LG