د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: چین د توقع خلاف خپلې اتومې وسلې پراخوي


امریکا ویلي، "بیجنګ پدې کار کوي چې د خلق د آزادۍ پوځ تر ۲۰۴۹ کال د نړۍ په کچه تر ټولو غوره ځواک شي".
امریکا ویلي، "بیجنګ پدې کار کوي چې د خلق د آزادۍ پوځ تر ۲۰۴۹ کال د نړۍ په کچه تر ټولو غوره ځواک شي".

د امریکا متحده ایالاتو چین د خپل ملي امنیت د راتلونکې په وړاندې د اصلي اندیښنې په توګه اعلان کړ او وې ویل چې بیجنګ خپله اتومي جبه خانه د هغه څه نه چې اټکل یې کیده، په ډیرې چټکۍ سره پراخوي.

امریکا ویلي، "بیجنګ پدې کار کوي چې د خلق د آزادۍ پوځ تر ۲۰۴۹ کال د نړۍ په کچه تر ټولو غوره ځواک شي".

د امریکا د دفاع وزارت په راپور کې چې تیره ورځ خپوره شوی ویل شوي چې د چین د خلق جمهوریت ښایي تر ۲۰۲۷ کال کې پورې ۷ سوه اتومي کوپړۍ ولري او تر ۲۰۳۰ پورې ښایي دا شمیره د ۱۰۰۰ نه هم واوړي.

پنټاګون ویلي چې د هغه څه نه چې دوه کاله وړاندې یې اټکل کیده، دا شمیره تقریبا دوه نیم چنده ډیره ده.

امریکا او روسیه په نړۍ کې دوه ستر اتومي قدرت لرونکي هیوادونه دي خو د پنټاګون په راپور کې ویل شوي چې چین پداسې اتومي وړتیا کار کوي چې وکړی شي اتومي وسلې په ځمکې کې د نصب شویو توغندیو، د هوا نه واریدونکو توغندیو او او په سمندر کې د اوبتلونو نه وارکړای شي.

د پنټاګون په کلني راپور کې چې د چین د پوځي پرمختګ په هکله کانګریس ته چمتو شوی دا هم ویل شوي چې بیجنګ د خپل اتومي ځواک د پراختیا لپاره زیربناوې هم جوړوي.

خو د دې ټولو سره سره د پنټاګون په راپور کې راغلي چې چین ښایي دا اتومي وړتیا د دې هدف لپاره ونه غواړي چې په اتومي وسلو سمبال قدرت، عمدتاً په متحده ایالاتو برناحقه د اتومي وسلو برید وکړي خو غواړي ثابته کړي چې د اتومي وسلو د برید په غبرګون کې د اعتبار وړ خطر پیښولی شي.

بلخوا بیا چین د خپل پوځي پراختیا په هکله د متحده ایالاتو ویره رد کړې او نن پنجشنبه نومبر ۴ (لړم۱۳) یې د پنټاګون د راپور په غبرګون کې ویلي چې د راپور هدف د "چین د اتومي ګواښ په هکله مبالغه کول دي."

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبین ویلي، "د پنټاګون په راپور کې د پخوانیو راپورنو په شان حقایق له پامه غورځول شوي او د تعصب نه ډک دی".

تیر کال د چین په هکله د پنټاګون په راپور کې ویل شوي و چې دا هیواد ۲ سوه د لیږد وړ اتومي کوپړۍ لرۍ او ښایي تر ۲۰۳۰ پورې به دا شمیر دوه چنده ډیر شي.

XS
SM
MD
LG