د لاس رسي وړ اتصالات

چین په لیبیا کې د منځګړیتوب هڅه کوي


چین په لیبیا کې د منځګړیتوب هڅه کوي
چین په لیبیا کې د منځګړیتوب هڅه کوي

د چین دحکومت ماموران وايي چې زر به د لیبیا د حکومت د مخالفانو یو هیت د بنغازي نه بیجنګ ته راشي.

د چېن رسمي خبري اژانس، سېنهوا، د چېن د بهرنیو چارو د وزارت د یوه مامور له قوله دغه خبر په داسې حال کې ورکړ چې د معمر القذافي دحکومت یوه استازي چېن ته خپل دوه ورځنې سفر پاې ته ورسوه.

د معمرالقذافي د حکومت استازي د چېن نه وغوښتل چې په لېبېا کې دې د اوربند لپاره کار شروع کړي.

د چېن دحکومت نوموړي مامور وویل، چین چمتو دی چې د مخالفانو د هیت هم هرکلی وکړي خو هغه کومه خاصه نېټه ونه ښودله.

د چېن دیپلوماتانو او د معمر القذافي مخالفانو څو ورځې مخکې په قطر کې ملاقات وکړ او بیا یې په بنغازي کې هم سره وکتل.

چین خپل زیات تیل د لیبیا نه وارودي او داسې ښکاري چې غواړي د یوه منځګړي رول په دغه هیواد کې د ورغې جوړې لپاره ولوبوي.

XS
SM
MD
LG