د لاس رسي وړ اتصالات

چین وايي په ۲۰۱۲ کال کې به خپل دفاعي بودیجه زیاته کړي


چین وایي، په دوه زره او دوولسم کال کې به یې دفاعي بودجه ، یوولس اعشاریه دوه فیصده زیاته ش ، یوسلوشپږ اعشاریه اوه ملیارده به شي. دغه زیاتوالی د چین د چټکې اقتصادي ودې له درکه راځي او د چین د نظامي پراختیا د تمویلوسبب کیږي

د چین د پارلمان مشر لي ژوسنگ نن خبریالانو ته وویل چې دفاعي لگښتونه به د دوه زره او یوولسم کال د مصارفو نه قریب لس اعشاریه شپږ ملیارده ډالره زیات شي.

ښاغلي لي وویل چین لوی هیواد دی او اوږد ساحل لري ، خو پوځي لگښت یی د نورو غټو هیوادونو نه نسبتا کم دی.

د چین نظامي بودیجه په دنیا کې د امریکا نه وروسته دویمه درجه غټه بودیجه ده.

سره ددې چه بیجنگ وایي چې صرف د دفاعي هدفونو دپاره خپل پوځ عصری کوي، خو د چین چټکې اقتصادی ودې په واشنگتن او اسیایي هیوادونو کی اندیښنې پیدا کړیدي.

د امریکا د دفاع وزارت تیر کال یو رپوټ خپور کړ او په کښی راغلي داسی ښکارې چې چین ددې دپاره ځان تقویه کوي چې که په راتلونکې کی د تایوان سره په هر ممکن بحران کی د خارجي مداخلې مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG