د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وايي چین ښايي په پاکستان کې پوځي اډه جوړه کړي


پنټګان وايي چین په نورو هېوادونو کې پوځي اډې جوړوي، خو بیجینګ وايي چین مبالغه کوي
پنټګان وايي چین په نورو هېوادونو کې پوځي اډې جوړوي، خو بیجینګ وايي چین مبالغه کوي

د امریکا د دفاع وزارت وايي چین پلان لري چې له هېواد څخه دباندې یو شمېر پوځي اډې جوړې کړي، خو بیجینګ وايي امریکا مبالغه کوي.

پنټګان په یو خپاره شوي راپور کې ویلي چې چین په افریقايي هېواد جیپوتي کې له امریکايي پوځي اډې سره نژدې د یوې پوځي اډې له جوړولو وروسته اوس هوډ لري چې د نړۍ نورو برخو کې هم دا ډول نظامي اډې جوړې کړي.

په جیپوتي کې د امریکا نظامي اډه په سیمه کې یوه ستراتیژیکه اډه بلل کیږي چې د سیوز کانال له لارې سرې بحیرې ته هم لار لري. امریکايي ځواکونه له دغې اډې نه په یمن او سومالیا کې د القاعدې او نورو اورپکو ضد عملیات تنظیموي.

پنټګان وايي چې بیجینګ غواړي چې په پاکستان کې هم داسې یوه اډه ولري. راپور وايي "چین په هغو هېوادونو کې د اضافي پوځي اډو جوړول غواړي چې ورسره اوږده او ستراتیژیکه ملګرتیا لري، د بېلګې په ډول پاکستان".

دا په داسې حال کې ده چې تېرکال پاکستان د میلیونونو ډالرو په ارزښت له چین څخه د یو لړ بحري توغنديو د پلورولو تړون وکړ. په راپور کې د چین د دغو ممکنه اقداماتو په اړه د هند د غبرګون په اړه څه نه دي ویل شوي دي.

پنټاګون خپل دغه اوږد راپور د سه شنبې په ورځ ( جون۶) د امریکا کانګرس ته هم سپارلی دی. خو د چین د دفاع وزارت ویلي چې پنټاگون په خپل رپوټ کې د چین له لوري د ګواښ د مفکورې په اړه مبالغه کړې ده.

د چین د دفاع وزارت ویاندې هو چینینګ ویلي چې بیجنګ هیله لري امریکا د چین د ملي دفاع او پوځ د جوړښت په اړه معقول نظر ولري. هغې وویل چې چین او پاکستان دوه ملګري هېوادونه دي چې پر بل چا د برید هدف نلري.

رویټرز وايي پاکستان د اسیا په لویه وچه کې د هند وروسته د وسلو تر ټولو ستر مارکیټ دی. وايي له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې چین نړۍ ته د ۲۰ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې تولید کړي چې په دې کې اسیايي هېوادونو د نهه میلیارده ډالرو په ارزښت له چین څخه وسلې اخیستې دي.

راپور وايي چې چین په ۲۰۱۶ کال کې پر خپل پوځ ۱۸۰ میلیارده ډالر لګولي دي، دا ارقام تر هغو ارقامو ډېر دي چې مخکې چینايي چارواکو ښودلي وو. مخکي د چین نظامي بودیجه شاوخوا ۹۵۴ میلیارده ډالره ښودل شوې وه.

XS
SM
MD
LG