د لاس رسي وړ اتصالات

چین او روسیې په ژړې بحېرې کې ګډ نظامي تمرینات وکړل


چین او روسیې نن د یکشنبې په ورځ په ژړې بحېرې کې د چین او کوریا د ټاپو تر مینځ، ساحلي سیمه کې ګډ سمندري تمرینات پیل کړل. ټاکل شوې چې په دغو تمریناتو کې به شپږ چینايي د اوبو برسیره او دوه تحت الحبري بیړۍ برخه واخلي او دغه راز د روسیې ۴ جنګي بیړۍ به هم په تمریناتو کې برخه واخلي. یادشوي تمرینات به د شپږو ورځو دپاره ادامه پیدا کړي.

په تمریناتو کې به د سمندر نه د هوايي اهدافو د په نښه کولو تمرینات، د تحت البحري خطرونو ضد تاکتیکونه، د ژغورنې او پلټنې عملیات، د تښتولو شویو کښتیو د ژغورنې عملیات او د ترهګرۍ ضد عملیات شامل وي.

چین او روسیې دواړو چې د سړې جګړې پخواني دښمنان دي د ۲۰۰۵ کال راهیسي یې ۴ دوه اړخیزه او څور اړخیزه نظامي تمرینات ترسره کړي دي.

دواړه هیوادونه د شمالي کوریا د اټمي پروګرام په هکله د جوړې شوې شپږ کسیزه ډلې غړي هم دي چې د دواړو کوریاګانو، جاپان او امریکا استاځي په کښي غړیتوب لري.

XS
SM
MD
LG