د لاس رسي وړ اتصالات

چین او روسیه له طالبانو څه غواړي؟


طالبان وایي، چین د افغانستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري. که څه هم بیجینګ د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پيژندلی خو یاد هیواد له طالبانو سره تر یوه حده تعامل لري او ځینو چینايي شرکتونو د طالبانو سره د ځینو پروژو تړونونه هم کړیدي.

ظاهراً، د امریکایي او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان سره د ښو اړیکو دپاره د چین لېوالتیا زیاته شوې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د یکشنبې په ورځ یوې غونډې ته د خبرو په مهال وویل چې د چین د بهرنیو چارو له نوي وزیر سره یې د اړیکو په ښه کیدو خبري‌ کړي.

هغه وویل: «ټولې [خبرې] په همدې څرخېدې چې څنګه له یو بل سره همکاري وکړو څنګه په افغانستان کې سرمایه ګزاري وشي.»

چین هم په افغانستان کې خپل سفارت پرانیستی ساتلی او د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري تر یوې اندازې دوام لري.

چین ولې له طالبانو سره روابط ساتلي؟

چین تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پيژندلی. څېړونکي له طالبانو سره د چین د اړیکو د دوام یو لامل د بیجینګ امنیتي اندېښني بولي.

په کاناډا کې د افغانستان پخوانۍ سفیره، شینکۍ کړوخېل، وايي همدا اندېښنې سبب شوي چې چین غواړي افغانستان کې دخیل پاتې شي. هغې زیاته کړه: «هغوی واقعا له اسلامي افراطي ډلو څخه چې ایغوریان دي شدیدا اندیښنه لري، ځکه هغه زیاتی چې هغوی له چینایي مسلمانانو سره کړی، هغه تاوتریخوالی یې چې کړی دوی وېره لري چې همدغه افراطي ډلې به په چین کې ځیني حملات ترسره کړي. او له همدې امله یې طالبانو سره اړیکي ساتلي دي.»

د سیاسي چارو شنونکی غوث جانباز وایي، چین په افغانستان کې د امریکا د رول د څارنې، د سیمې په ترانسپورتي او مواصلاتي پروژو کې د ګډون او د طالبانو په مرسته د شرقي ترکستان د بیلتون غوښتونکو د کنټرول په ګډون خپلې موخې لري.

ښاغلی جانباز وايي، چین له طالبانو سره د اړیکو په برخه کې له احتیاطه کار اخلي. هغه وویل: «تر هغه ځایه چې ماته بریښي زه فکر نه کوم چې چین به په نږدې او متوسطه راتلونکې کې په افغانستان کې د ملاحظې وړ پانګونه وکړي. څنګه چې معلومه ده چین داسې یو هیواد دی او په سیمه کې داسې سیاست پلی کوي چې له احتیاط څخه کار اخلي. چاپیریال ښه څیړي او بیا یو ګام پورته کوي.»

که څه هم طالبانو شاوخوا یوه میاشت مخکې له یوه چینایي شرکت سره د افغانستان په دریو ولایتونو سرپل، جوزجان او فاریاب کې د امو سیند حوزې د نفتو د استخراج یو قرار داد لاسلیک کړ خو په افغانستان کې د چین قرار دادونه تل له ځنډ او خنډ سره مخامخ وي.

شنونکي وایي تر هغه چې افغانستان د نړۍ له خوا په رسمیت نه وي پيژندل شوی په بهرنیو معاملو کې به یې موقف کمزوری وي.

د اقتصادي چارو شنونکی، آذرخش حافظي، وویل: «په داسي یو ضعیف موقف کې چې د افغانستان دولت د هیڅ هیواد له خوا په رسمیت ندی پيژندل شوی، له ضعیف موقف څخه هر ډول معامله مقابل لوري ته ډیر امتیاز ورکوي او د افغانستان ګټي پکې نه خوندي کیږي.»

بیجینګ د نړیوالې ټولنې په څېر له طالبانو د ټولشموله حکومت د جوړېدو په ګډون د اصلاحاتو د رامنځ ته کیدو غوښتنه کړې خو په عین وخت کې یې د چین امنیتي اندیښنو ته د پاملرنې په بدل کې له طالبانو سره د اقتصادي او پراختیایي ملاتړ ژمنې هم کړي دي.

که څه هم چین په کابل کې پر هغه هوټل چې چینایي اتباع پکې اوسیدل د داعش له برید وروسته خپلو اتباعو ته له افغانستان څخه د وتلو امر کړی خو داسې ښکاري چې دواړه لوري اوس هم اړیکو ته علاقه مند دي.

اما چینایي رسنیو ویلي چې چین له طالب چارواکو څخه په افغانستان کې د چینایي اتباعو او چینایي شرکتونو د امنیت د تامین په هدف د جدي هڅو غوښتنه کړې ده.

له روسیې سره اړیکې

مسکو هم له طالبانو د ټولشموله حکومت د جوړیدو غوښتنه کوي او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پدې وروستیو کې له یوې هندۍ رسنۍ سره په خپلو خبرو کې ویلي چې مسکو له طالبانو سره د بین الافغاني‌ خبرو په جوړیدو کې مرسته کولی شي.

روسیې که څه هم په ۲۰۲۱ کال کې د مسکو غونډي ته طالبان دعوت کړي‌ وو خو په ۲۰۲۲ کال کې یې دا کار ونکړ او دلیل یې د طالبانو له لوري په افغانستان کې د سیاسي- قومي ټولشموله حکومت نه جوړیدل بیان کړ.

تحلیلګر غوث جانباز وايي، مسکو له غرب سره د طالبانو له اړیکو اندېښنه لري.

هغه وویل: «روسیه ټینګار کوي چې طالبان باید په هیڅ صورت د امریکایانو او غرب په مدار کې ونه لویږي.»

اما ظاهراً روسیه او طالبان اوس هم روابط لري او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روانې جنوري میاشتې پر ۱۲مه کابل ته په سفر کې له طالب چارواکو سره وکتل. طالبان وایي‌ چې په دې لیدنه کې په سیاسي او اقتصادي مسایلو بحث وشو.

XS
SM
MD
LG