د لاس رسي وړ اتصالات

شي جینپنګ، جو بایډن ته په انتخاباتو کې د بریا مبارکي وویله 


د چین جمهور رئیس شي جینپنګ، د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۵ (لیندۍ ۵) د امریکا د متحده ایالاتو د نومبر د دریمې نیتې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جو بایډن د بریالیتوب مبارکي وویله.

د چین دولتي اژانس رپوټ ورکړی چې ښاغلي شي هیله څرګنده کړې چې دواړه هیوادونه وکړای شي سالمې اړیکې ولري او هغه باثباته کړي.

د دونالد ټرمپ د جمهوري ریاست په څلور کلنه دوره کې د واشنګټن او بیجینګ اړیکې د تیرو څو لسیزو په پرتله په ډیر خطرناک وضعیت کې شوې چې د سوداګریزو موضوعاتو څخه نیولې تر تکنالوژۍ، هانګ کانګ او کروناویروس پورې مسایلو باندې مناقشې په کې شاملې دي.

د رویترز آژانس د چین د سینهوا خبري اژانس په حواله رپوټ ورکړی چې ښاغلي شي د مبارکۍ په پیغام کې لیکلي دي چې د نړۍ د دوو سترو اقتصادي ځواکونو ترمنځ سالمې اړیکې نه یواځې ددې دواړو هیوادونو د خلکو غوښتنه ده بلکه د نړیوالې ټولنې توقع هم ده.

وروسته له هغې چې امریکایي رسنیو د رایو د شمیرنې په اساس جو بایډن د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ او ښاغلي ټرمپ ادعا وکړه چې د بایډن په ګټه په انتخاباتو کې درغلۍ شوي د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوې اونۍ ځنډ وروسته د نومبر په ۱۳ د جو بایډن د بریا مبارکي وویله.

ښاغلي شي د امریکا د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې د ټاکنو څخه یوه ورځ وروسته دونالد ټرمپ ته د بریالیتوب مبارکي ورکړې وه.

د چین د سینهوا، اژانس په وینا د چین د جمهور رئیس مرستیال وانګ تیشن، هم د چهارشنبې په ورځ د نومبر په ۲۵ د امریکا د جمهور رئیس د مرستیالې په توګه د کاملا هریس بریالیتوب ته مبارکي ویلې ده.

XS
SM
MD
LG