متحدو ایالتونو دوه چینايي وګړي رسما په دې تورن کړي چې هڅه یې کوله امریکا ته د «زراعتي تروریزم (agroterrorism) احتمالي وسله» قاچاق کړي.
د امریکا د عدلیې وزارت ویلي دي چې ۳۴ کلن زنیونګ لیوو د ۲۰۲۴ کال د جولاۍ په میاشت کې د دیټرایټ د هوايي ډګر له طریقه د فیوزریوم ګرمینریوم (Fusarium graminearum) فنګس متحده ایالتونو ته راوړی.
چارواکي وايي چې دغه فنګس غنم، وربشي، جوار او وریجو حاصلاتو ته زیان رسولی شي او د نړۍ په کچه هر کال له دې کبله په میلیاردو ډالر تاوان رسیږي.
د ایف بي آی رئیس کش پاټیل وویل: «دغه قضیه موږ ته ښکاره کوي چې د چین کمونست ګوند نه ستړي کیدونکي هڅې کوي چې د خپلو عاملانو او محقیقینو له لارې په امریکايي ادارو کې نفوذ وکړي او زموږ د خوړو رسولو په سیستم باندې برید وکړي چې دا به ډیر وخیم عواقب ولري ... او د امریکایانو ژوند او زموږ اقتصاد به د جدي خطر سره مخامخ کړي.»
څارنوالانو ویلي چې لیوو په پيل کې انکار کړی و چې غیرقانوني مواد ورسره دي، خو کله چې د هغه د شا بکس ولیدل شو، په هغه کې یې پلاستیکي کڅوړې وموندلي چې په داخل کې یې نباتي مواد و او بیا هغه د ګمرک مامورین ته وویل چې دا فنګس دي.
لیوو وویل چې هغه غواړي چې په دغه فنګس باندې د میشګن د پوهنتون په لابراتوار کې، چې د هغه ملګرې ۳۳ کلنه ینکچینګ جېین کار کوی، تحقیقات وکړي.
لیوو امریکا ته داخلیدو ته نه و پرې ښودل شوی خو جېین بیا ونیول شوه.
په دوی باندې د توطیې، قاچاق، غلط بیان او د ویزې د درغلۍ اتهامات لګول شوي دي.
چارواکو وویل چې دغو دوو کسانو پخوا د همدغه فنګس په اړه یو ځای څیړنې کړې وي او دوی باور لري چې جېین په پخوانیو هڅو کې ښکیله وه چې هدف یې امریکا ته د بیالوژیکي مواد قاچاق و.
فورم \ دبحث خونه