د لاس رسي وړ اتصالات

آمریکا د پاکستان په برخه کې د چین نه مرسته غوښتې


آمریکا د پاکستان په برخه کې د چین نه مرسته غوښتې
آمریکا د پاکستان په برخه کې د چین نه مرسته غوښتې

د امریکا نیوکو چې ګوني د پاکستان د استخباراتو سازمان یا آی اس آی د یوې خونړۍ او خطرناکې ترهګریزې شبکې سره چې په افغانستان کې حملې کوي، اړیکې لري د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د مخه لار خړې پړې شوي اړیکې زیانمنې کړي دي. په داسي حال کې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ بحثونه روان دي ، واشنګټن او اسلام آباد پر چین باندي غږ کړی دی چې په دې برخه کې مرستې ورسره وکړي. د امریکا غږ خبریال پیتر سمپسن د بیجینګ څخه ریپوټ راکوي چې تر اوسه پوري بېجینګ لیوالتیا نه ده ښودلې چې په پاکستان کې د پام وړ رول ولوبوي.

متن: روانه اوونۍ د امریکا د باندنیو چارو وزیرې هیلیري کلینټن پر چینايي او امریکایی مامورینو باندي غږ وکړ چې د پاکستان په هکله دي خبري پیل کړي.

دا په داسی حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې چینایي او پاکستاني چارواکو د دواړو ملکونو ترمنځ نږدې اړېکې ستایلي دي. تیرکال د دواړو هیوادونو ترمنځ د ۹ ملیاردو ډالرو تجارت شوی و. بیجینګ پر پاکستان باندي زیاتې وسلې خرڅوي چې په کښي جنګي جټ الوتکې هم شاملې دي. دغه راز چین د پاکستان په بنسټیزو پروژو کې هم زیاته پانګه اچونه کړې ده. په دغو پروژو کې د ګازو پایپلاین، د اورګاډي پترۍ او په عربي بحیره کې د بندرونو جوړول شامل دي.

خو د دې ټولو معنی دا نه ده چې چین دې ته چمتو او لیواله دی چې په پاکستان کې غټ رول ولوبوي. د چین د باندنیو چارو دوزارت ویاند هانګ لي روانه اونۍ هڅه وکړه چې ټولې هغې پوښتنې چې د چین او پاکستان و نږدو اړیکو ته متوجې دي، په یوه ډول د پامه وغورځوي. هغه دغه راز د میرمن کلینټن څرګندونې هم دپامه وغورځولې چې پر چین یې غږ کړی چې په پاکستان کې خپل نقش زیات کړي. دغه راز نوموړي پر دې هم د بحث نه ډډه وکړه چې آیا چین به په پاکستان کې پانګه اچونه زیاته کړي کنه؟

خو هانګ وویل چې چین هیله لري چې نړیواله ټولنه د پاکستان استقلال او ارزي تمامیت ته احترام وکړي. نوموړي زیاته کړه چې بیجینګ هیله لري چې پاکستان او امریکا به خپلې اړیکې ښې کړي ترڅو په لړ کې یې په سیمه کې ثبات، سوله او پرمختګ رامنځ ته شي.

چین په پاکستان کې د اقتصادي پانګه اچونې له کبله په دغه ملک کې د امنیتي وضیعت د خرابیدو نه اندېښنه لري. روانه اونۍ یوه چینايي کمپنۍ د امنیتي ملحوظاتو پر بنسټ د یوې ۱۹ میلیارده ډالرو کاڼو او صنایعو د پرمختګ د پروژې نه لاس واخیستی.

چین دغه راز د پاکستان نه مرسته غوښتې ده چې د چین په وینا د اویغورو تروریستي، بیلتون غوښتونکې ډلې په هکله ورسره مرسته وکړي. دغه ډله د پاکستان په لیري پرتو سیمو کې روزنه ویني او وروسته بیا د چین د زینګ یانګ په ولایت کې ترهګریزې حملې ترسره کوي.

چین پاکستان ته په جنوبی آسیا کې په تیره بیا په اسلامي نړۍ کې د یوه نږدې متحد په سترګه ګوري. په عین حال کې بیا پاکستان چین ته د هند په مقابل کې چې اقتصادي رشد یې په چټکۍ سره زیاتېږي، د یوه توازن په سترګه ګوري او دغه راز که چیري یې د واشنګټن سره اړیکې خرابې شي نو د یوه بدیل متحد په سترګه چین ته ګوري.

خو په واشنګټن کې د یوه څیړنیز مرکز د څیړونکي جیمز برازیر له قوله دواړه هیوادونه په افغانستان کې ګډې کټې لري.

برازیر داسی وايي: ،،دا یوه غټه او په سیاسي لحاظ حساسه مسله ده. د چین دپاره آرامه پاکستان چې په کښي طبیعي زیرمې موجودې دي ډیر مهم دی. چین نشي کولای چې د افغانستان په شان یاغي ګري ددغه ملک نه تاجکستان، قرغزستان او بیا د چین سینګ یانګ ته ور خپره شي. نو پاکستان د چین دپاره په داسي حالاتو کې چې د افغانستان راتلونکی انځور لا مبهم او تشویش راپارونکی دی، ډیر مهم دی.،،

د یادونې وړ ده چې د هغه وخت راهیسي چې د امریکا د ځانګړو قواوو له خوا په پاکستان کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن ووژل شو، پاکستان خپله زیاته اندازه پاملرنه چین ته اړولېده او د دواړو هیوادونو ترمنځ د چارواکو راشه درشه او د ملاتړ شعارونه هم ډیر شوي دي.

امریکايي چارواکو په عامه ددغو اړیکو د زیاتوالي ستاینه کړې ده . روانه اونۍ د اوقیانوس په سمندر کې د امریکا د سمندري قوماندانۍ مشر، جنرال رابرت ویلارد خبریالانو ته وویل چې واشنګټن او بیجینګ دواړه مشترکه غوښتنه لري چې په پاکستان کې سوله او ثبات راشي نه یواځي په پاکستان کې بلکې په سیمه کې چې د نړۍ یوه تر ټولو نارامه ناحیه ده. ،،زه فکر کوم چې چین هم د امریکا په شان دا درکوي چې ډیره اړینه ده چې په پاکستان کې سوله او ثبات وي او دغه راز د پاکستان، هند او افغانستان اړیکې مخ پر ثبات او ښه کیدو مزل وکړي. بناْ زه فکر کوم چې چین او امریکا یو شان ګټې او مقاصد لري او هغه د سیمې په هیوادونو کې د ثبات او آرامۍ راتګ دی.،،

د یادونې وړ ده چې د اوس دپاره پاکستان د امریکا ټول هغه تورونه ردوي چې وايي ددغه هیواد د استخباراتو شبکه یا آی اس آی د حقاني د شبکې سره اړیکې لري او مرسته ورسره کوي. پاکستاني چارواکي وايي چې پر هیواد باندي یې فشار نشي راتلای چې د یاغیانو سره په جګړه کې دي هڅې زیاتې کړي. خو د دې ټولو برسیره چین نسبتاْ آرامه دریځ غوره کړی دی او غواړي چې امریکا او پاکستان په خپله خپلې ستونزې حل کړي.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG