د لاس رسي وړ اتصالات

د دوهم اقتصادي ځواک په توگه د امریکا سره د چین سیالي


امریکا او چین د نړیوالې سوداگرۍ ادارې د لا پراخولو دپاره یوې نوې موافقې ته سره ورسیدل
امریکا او چین د نړیوالې سوداگرۍ ادارې د لا پراخولو دپاره یوې نوې موافقې ته سره ورسیدل

امریکا او چین د سوداگرۍ د نړیوالې ادارې د لا پراخولو دپاره یوې نوې موافقې ته سره ورسیدل چې د پرمختللې تکنالوژۍ پر سامان آلاتو باندې گمرکي تعرفې هم یو بل ته معاف کړي.

د دې موافقې اعلان په بیجنگ کې په داسې حال کې د جمهور رئیس اوباما له خوا وشو چې نن به په چین کې د آسیا آرام سمندر د سیمه ییزې اقتصادي کلنۍ غونډې نه وروسته د لوړ پوړو مشرانو سره د ماښامنی په ترڅ کې وگوري.

جمهور رئیس اوباما وویل چې چین او امریکا په گډه دغه تفاهم ته رسیدلي چې د نړیوالې سوداگرۍ د ادارې د معلوماتو او تکنالوژۍ د موافقې لا پراختیا ته لاره هواره کړي.

جمهور رئیس اوباما د چین سره مثبتو گډو ټکیو ته په اشارې سره په افغانستان کې د دواړو هیوادو گډ کار د مثال په توگه یاد کړ.

ښاغلي اوباما وویل «مونږ دواړه هیوادونه، چین او امریکا په افغانستان کې گډې گټې لرو او هغه د سولی، امنیت او انکشاف پر بنسټ د یو واحد دولت منځته راتگ دی. د افریقا د ښکر د هیوادونو په برخه کې هم مونږ شریکې گټې او موافق نظر لرو او هغه د سمندري غلو سره مبارزه ده. نن د افریقا په لویدیځ کې چینایانو او امریکایانو اوږه په اوږه د ایبولا د ساری ناروغي د له منځه وړلو لپاره کار ته ملاتړلې. دا زمونږ د گډ کار او زیار ټول ریښتونی او اساسي مثالونه دي او پدې هم ډاډه یم چې مونږ په گډه لدې نه لا نور زیات څه کولای شو.»

د امریکا د سوداگرۍ د ادارې یوه اعلامیه وايي چې د امریکا او چین ترمنځ ددې بیساری موافقې نه پس به اوس بیا د بشپړو خبرو دپاره نیټه د دسامبر په میاشت کې وټاکل شي.

دا خبر د تیر کال، دوه زره دیارلسم په نوامبر کی د چین او امریکا تر منځ د هغه جنجال له کبله په ټپه ودرېدې چې په موافقې کې کوم مواد شامل کړای شي.

بل پلو د چین جمهور رئیس وایي د اسیا د آرام سمندر د هیوادونو د آزاد تجارت سیمه به سیمه ییزې اړیکې هم لا ټینگې کړي.

په طرزالعمل باندې موافقه د آسیا د آرام سمندر د هیوادونو ترمنځ د آزاد تجارت د سیمې دپاره د یو نوي بهیر د غوره پیل نښه ده چې سیمه ییز غړي هیوادونه به د سیمه اییزې اقتصادي ودې او همکاریو په ترڅ کې یووالي ته وهڅوي.

دا یوه تاریخي پریکړه ده چې د اسیا د ارام سمندر د هیوادونو سیمه ییزه اقتصادي ټولنه د پرمختگ بل لوړ پړاو ته رسوي چې د فساد سره د مبارزې اړخ ته هم پکې خاصه پاملرنه شوې ده.

د آسیا د آرام سمندر د اقتصادي ټولنې مشرانو نن د سه شنبې په روځ سره موافقه وکړه چی د آزاد تجارت تړون د منځته راوستلو په برخه کې کار وکړي.

دا تجویز د چین د ولسمشر له خوا وړاندې شوېدې. په دې توگه دا موافقه د چین لپاره ېوه غټه بریا گڼل کېږی، ځکه بیجنگ ته د تجارت د پالیسیو په تړاو لوی نقش ور په برخه کوي.

جمهور رئیس شي جینپینگ نن د خبرې کنفرانس په تر څ کې وویل چې د اسیایی هیوادونو د تجارتي همکاریو په ترڅ کې د دوه ورځني کلني کنفرانس نه پس مشرانو موافقه وکړه چې ددې نوي ابتکار په اړه دوه کلنۍ مطالعی او څیړنی پیل کړي.

چین د آزاد تجارت د حوزې پر موافقې ټینگار کوي لدې سره سره چې امریکا د نورو تجارتی مذاکراتو نتیجو ته پام اړولی دی.

څیړونکي وایي دا د امریکا په مشرۍ د هغه ابتکار په وړاندې ځواب دی چې د آرام سمندر د اقتصادي مشارکت په نوم یادیږي چې ١٢ هیوادونه پکې برخه لري پرته لدې چې چین ته پکې گډون ورکړ شي.

دا په چین کې د ښاغلی شي د واکمنی د پیل راهیسې د اقتصادي چارو تر ټولو لویه غونډه وه. د نړیوالو مشرانو فشار چین ته د لا پراخ او لوي مشرتابه په موخه د کاري برنامو لاره برابروي.

XS
SM
MD
LG