د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د دفاع وزیر د چین د نظامي ظرفیت په اړه اندېښنه وښوده 


د امریکا د دفاع وزیر لوید آستن
د امریکا د دفاع وزیر لوید آستن

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر لوید آستن وايي چې امریکا په اسیا کې د چین د احتمالي پوځي ګواښونو مقابله کوي.

ښاغلي استین همدغه راز وویل چې د امریکا د متحدو ایالتونو د راکټي سیستم له دفاع څخه دتېښتې لپاره د چین له لوري د غږ له سرعت څخه د تېز وسلو انکشاف «په سیمه کې شخړه زیاتوي».

ښاغلي استن د پنجشبنې په ورځ ډسمبر دویمه «لیندۍ۱۱»وویل: «د هغوی نظامي قابلیتونو په اړه چې چین یې د ترلاسه کولو هلې ځلې کوي، اندېښنه لرو.. موږ او زموږ متحدینو ته د چین د یو لړ احتمالي نظامي تهدیدونو د مخنیوي او د هغوی د دفاع لپاره به د خپلو قابلیتونو ساتل روان ساتو.»

د ښاغلي آستن اشاره د غږ له سرعت څخه چټک میزائیل ته وه چې چین د جولای په میاشت کې وازمایه. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د غږ څخه د چټک میزایل نه بلکه فضایي بیړۍ یې ازمایلې ده. روسيې هغه وخت د چین د دغه اقدام هرکلی کړی و.

چین په سیمه کې یو شمېر سیمې خپل قلمرو بولي خو ډېرو هېوادونو د بیجینګ له مداخلو او د ضرورت وړ نظامي وسائیلو ته د لاسرسي لپاره د چین د اقداماتو به اړه خبرداری ورکړی دی.

د امریکا د دفاع وزارت تېره دوشنبه د یوې ارزنې نتیجه اعلان کړه چې په کې د امریکا د متحدینو څخه د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه شوې ده چې د چین او شمالي کوریا له لوري د احتمالي نظامي ګواښونو سره مقابله وشي.

د چین له لوري له غږ څخه د چټکو میزائیلو ازمایل د امریکا د راکټي سیستمونو دفاع ته جدي ننګونې متوجه کړي.

XS
SM
MD
LG