د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر: د چین د وسلو پلور ۸۰ په سلو کې ډیر شوی


د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر ډګر جنرال مایکل کوریلا د سنا مجلس وسله والو خدماتو کمیټې ته معلومات ورکوي.
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر ډګر جنرال مایکل کوریلا د سنا مجلس وسله والو خدماتو کمیټې ته معلومات ورکوي.

د امریکا د پوځ دوو جګپوړو افسرانو خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ، جنوبي آسیا او یو شمیر افریقایي هیوادونو کې د چین لخوا د وسلو په پلور کې چټکوالي متحده ایالاتو ته مقابله کول ګران کړي او ښایي په راتلونکو کالونو کې "جدي" عواقب ولري.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مایکل کوریلا پنجشنبه مارچ ۱۶ (کب ۲۵) د سنا مجلس د وسله والو خدماتو کمیټې ته وویل چې په تیرو لسو کالونو کې په هغې سیمې کې چې دا قومانداني پکې امریکایي ځواکونه څاري، د چین د وسلو پلور پکې ۸۰ په سلو کې ډیر شوی.

دې امریکایي جنرال وویل چې په سیمه کې د متحده ایالاتو امنیتي شریکان د امنیت په برخې کې "ریښتینې اړتیا" لري او دا چې د متحده ایالاتو د پوځي تجهیزاتو پلور له یوې خوا د منظوریدو لپاره ډیر وخت نیسي او له بلې خوا سیمې ته په چټګه توګه نشي استول کیدې، چین پدې سیالۍ کې برلاسی کړی.

هغه زیاته کړه، " څه چې چین کوي دا دي چې هغوي د خپل ټول کتلاګ سره راځي. هغوي یې په چټکۍ رسوي. د وروستي استعمالوونکي په توګه ورسره هیڅ ډول قرارداد نکوي، په پور یې هم ورکوي. هغوي (چینایان) ډیر چټک دي".

یوازي د منځني ختیځ او جنوبي آسیا هیوادونه ندي چې امریکایي جنرالان وایي د وسلو او مهماتو په پلور کې چین ترې سیالي ګټي بلکې د افریقا د لویې وچې په هیوادونو کې هم د متحده ایالاتو پوځي مشران عینې اندیښنه لري.

په افریقا کې د متحده ایالاتو د پوځ مشر جنرال مایکل لینګلي وایي سره لدې چې امریکا پدې سیمې کې د امنیتي همکارۍ لپاره د پام وړ نوښتونه کړي خو بیا هم د وسلو او مهماتو د پلور بهیر هغومره چټک ندی لکه د چین چې دی.

دې امریکایي جنرال وویل چې په یو شمیر افریقایي هیوادونو کې د متحده ایالاتو امنیتي شریکان وسلو او مهماتو ته په همدې اوس وخت کې اړتیا لري خو دا چې امریکا یې په پلور او انتقال کې ځنډ کوي، هغوي مجبور دي چې "زمونږ د سیالانو څخه یې واخلي".

هغه زیاته کړه، " هغوي (افریقا کې د متحده ایالاتو متحدین) ناسمې پریکړې کوي او د چین او روسیې څخه مهلکې وسلې اخلي".

سره لدې چې په مجموعي توګه متحده ایالات د وسلو په صادراتو کې په نورو هیوادونو برلاسی دی خو د چین د وسلو په هکله دا اندیښنې نوې ندي.ة

د نړیوالې سولې او څیړنو لپاره د سټاکهولم انسټیټویټ د معلوماتو له مخې امریکا د ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ کاله پورې په نړۍ کې د وسلو تر ټولو ستر صادرونکی هیواد و او نړۍ ته یې ۴۰ په سلو کې وسلې صادرولې. دې ادارې ویلي چې چین په همدې مودې کې نړۍ ته یوازې ۵ په سلو کې وسلې صادرولې او څلورم مقام یې درلود.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د روان میلادي کال په سر کې ویلي و چې په ۲۰۲۲ مالي کال کې د متحده ایالاتو د حکومت لخوا د وسلو پلور ۵۰ په سلو کې ډیر شوی و او د ۵۱.۹ ملیارد ډالرو په ارزښت یې وسلې او مهمات په نورې نړۍ پلورلي دي.

وزارت همدرانګه ویلي چې په متحده ایالاتو کې د وسلو جوړولو شرکتونو بیا په همدې مودې کې د ۱۵۳.۷ ملیارد ډالرو په ارزښت وسلې په نورو هیوادونو پلورلي.

خو د دې ټولو سره سره د متحده ایالاتو د استخباراتي او دفاعي ادارو چارواکي د پخوا راهیسې په دوامداره توګه په افریقایي هیوادونو کې د چین لخوا د وسلو د پلور په هکله خبرداري ورکوي.

په یو راپور کې چې د ۲۰۲۰ کال د فبروري په میاشت کې خپور شوی و آن دا پکې ویل شوي و چې چین پدې هیوادونو د وسلو اخیستو په بدل کې د هغوي سره د نظامي او تخنیکي تمریناتو ژمنې هم کړې وې.

XS
SM
MD
LG