د لاس رسي وړ اتصالات

مدافع وکیلان: کریسټا پایک په هوښ راغلې او خبرې کوي

د امریکا د ټینیسي په ایالت کې هغه میرمن چې تیره اوونۍ ورته د اعدام کیدو پر مهال وژونکي پیچکارۍ ورکړل شوې وه او ژوندۍ پاتې وه، اوس په هوښ راغلې او خبرې کوي.

د کریسټا پایک مدافع وکیلانو په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا پنځوس کلنه میرمن لا هم د روغتون په کټ پورې په زولنو تړل شوې او درملنه یې کیږي.

میرمن پایک څو لسیزې وړاندې د ښوونځې د یوې ملګرې شکنجې کولو او وژلو په تور په مرګ محکومه شوه.

پایک د قتل پر وخت ۱۸ کلنه وه.

هغې ته د تیرې سپټمبر میاشتې په ۲۰ مې نیټې پداسې حال کې ټول بدن یې په کټ پورې تړل شوی و، وژونکې پیچکارۍ وشوه خو مړه نشوه.

مسؤلینو د څو دقیقو انتظار وروسته، هغه په چټکۍ روغتون ته ورسوله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG