د لاس رسي وړ اتصالات

د سي آی اې مشر: چین په تایوان د یرغل لپاره پخپلې وړتیا شک لري


د تایوان د هوایي ځواک ایف -۱۶ جنګي جیټ الوتکه د دې هیواد په هوایي حریم کې د چین د بم غورځوونکې الوتکې سره نږدې د پرواز په حال کې.
د تایوان د هوایي ځواک ایف -۱۶ جنګي جیټ الوتکه د دې هیواد په هوایي حریم کې د چین د بم غورځوونکې الوتکې سره نږدې د پرواز په حال کې.

د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو د ادارې مشر وایي د چین جمهور رئیس شي ژنپنګ د خپل هیواد پوځ ته امر کړی چې تر ۲۰۲۷ میلادي کاله پورې په تایوان د یرغل کولو لپاره چمتو وي.

ویلیم برنز په یوې تلویزیونې مرکې کې چې یکشنبه فبروري ۲۶ (کب۷) خپره شوه ویلي چې په ګاونډی هیواد اوکراین د روسیې یرغل تجربې ته په کتو، د چین مشر ښایي په "اوس وخت کې په تایوان د یرغل لپاره د خپل هیواد په وړتیا شک ولري".

د CIA مشر په مرکې کې همدرانګه وویل چې متحده ایالات باید د تایوان د کنټرول لپاره د چین د جمهور رئیس لیوالیتا "ډیره جدي" وبولي.

ښاغلي برنز د سي بي اس تلویزیون سره په مرکې کې وویل په تایوان د برید کولو لپاره د چین د جمهور رئیس امر په ډاګه شوی خو تر څنګ یې دا هم وویل چې دا پریکړه نده شوې چې په ۲۰۲۷ کال کې به په تایوان برید کوي.

برنز وویل، "فکر کوم زمونږ قضاوت دا دی چې جمهور رئیس شي او نظامي مشرتابه یې نن شک لري چې آیا هغوي دا یرغل کولی شي که نه".

تایوان په ۱۹۴۹ میلادي کال کې د کورنۍ جګړې څخه وروسته د چین څخه بیل شو او یوه خپلواکه ټاپوه دی خو چین یې د پخوا راهیسې د ملکیت دعوه لري او دا یې هم ویلي که اړتیا وي په زور به یې ونیسي.

سره لدې چې دا ټاپو ځان خپلواک بولي خو تر اوسه د نړۍ هیڅ کوم هیواد یې خپلواکي په رسمیت نده پیژندلې.

تر دې وړاندې د متحده ایالاتو د هوایي ځواکونو یو جنرال پخپل یاداښت کې چې تیره میاشت په انټرنیټ کې خپور شو په ۲۰۲۵ کال کې د چین او متحده ایالاتو تر منځ د جګړې وړاندوینه کړې.

جنرال مایکل مینیهان پدې یاداښت کې د نړۍ او د متحده ایالاتو د نظامي او ملکي مشرانو اختلافات هم روښانه کړي چې د دې دوو ستر اقتصادي هیوادونو په هکله یې لري.

دې امریکایي جنرال په خپل یاداښت کې لیکلي چې "هیله ده غلط اوسم خو زړه مې راته وایي چې مونږ به په ۲۰۲۵ کې جګړه وکړو".

جنرال مایکل مینیهان د متحده ایالاتو په هوایي ځواک کې د ۵زره کسیزې قطعې مشر دی چې د لوژیستک په برخې کې کار کوي. هغه د چین او متحده ایالاتو تر منځ د جګړې د وړاندوینې په هکله هیڅ ډول شواهد ندي ورکړي او یوازې یې په مبهمه توګه ویلي چې په متحده ایالاتو کې د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات او تایوان ښایي دا فرصت برابر کړي چې بیجنګ د خپلې خاورې سره د دې ټاپو د یو ځای کولو کوښښ وکړي.

په عین حال کې د متحدو ایالتونو د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي تیر کال خبرداری ورکړ و چې په تایوان به د چین هر ډول برید په اوکراین د روسیې د برید په شان یوه ستراتیژیکه تیروتنه وي.

ښاغلي میلي وویل: " فکر کوم دا به عاقلانه نه وي، دا به سیاسي تیروتنه وي، یوه جیوپولیتیکي تیروتنه، یوه ستراتیژیکه تیروتنه، مشابه هغې ستراتیژیکې تیروتنې ته چې پوتین (د روسیې ولسمشر) په اوکراین کې وکړه."

خو ښاغلي‌ میلي په خودمختار او دیموکراتیک ټاپو باندې د کوم قریب الوقع برید په اړه څه ونه ویل.

نوموړي وویل، په دې باور دی چې د چین ولسمشر شي جین پینګ چې په دې وروستیو کې د درېیم ځل لپاره د یاد هیواد مشري ترلاسه کړې او له چین سره یې د تایوان یوځای کیدل په خپل عمده لومړیتوب کې راوستی، یو "منطقي لوبغاړی" دی.

ښاغلي میلي خبریالانو ته وویل: "فکر کوم هغه د مسایلو قیمت ارزوي، فواید او خطرات او زه فکر کوم چې هغه به دې نتیجې ته ورسیږي چې په نږدې راتلونکې کې پر تایوان برید به پراخ خطرات ولري او د چین د پوځ په ستراتیژیکې ماتې سره به پای ته ورسیږي."

XS
SM
MD
LG