د لاس رسي وړ اتصالات

د سي آی اې مشر پر افغانستان د خبرو لپاره پاکستان او هند ته تللی و


د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر هند او پاکستان ته تللی و چې د افغانستان پاو سیمې په هکله خبرې وکړي.
د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر هند او پاکستان ته تللی و چې د افغانستان پاو سیمې په هکله خبرې وکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتو د مرکزي ادارې (سي آی اې) مشر ویلیم برنز تیره اوونۍ هند او پاکستان ته تللی و چې د افغانستان او سیمې د وضعیت په هکله د خبرو تر څنګ د راتلونکې اقداماتو په هکله خبرې وکړي.

ښاغلي برنز د چارشنبې په ورځ سپټمبر ۸ په اسلام آباد کې د پاکستان د پوځي استخباراتو د مشر حمید فیض او د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره وکتل.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې د دې ملاقات په هکله ویلي چي، " یو ځل بیا پدې ټینګار وشو چې پاکستان په سیمه کې د سولې لپاره د نړیوالو همکارانو سره مرستې ته ژمن دی او د افغانستان ولس ته د دوامدارې سولې ډاډ ورکوی. "

په ملاقات کې دواړو خواوو همدارنګه د افغانستان نه د بهرنیو اتباعو او د خطر سره د مخ افغانانو د ایستلو په بهیر هم خبرې وکړلې. د امریکا د استخبااراتو د مرکزي ادارې مشر پدې بهیر کې د پاکستان د نقش مننه وکړله.

پاکستان د څو اروپایي هیوادونو سره همکارې وکړله چې سلګونه بهرنیان او د خطر سره مخ افغانان د ځمکې د لارې دې هیواد ته پریږدي. پاکستان دې کسانو ته تر داخلیدو وروسته د ترانزیت ویزې او نور لازم اسناد ورکړیدي. په کابل کې د پاکستان سفارت هم د نورو سفارتونو، مطبوعاتي سازمانونو او ځینو غیرې دولتي مؤسسو په غوښتنې سلګونو کسانو ته ویزې ورکړیدي.

په همدې حال کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر هند ته پداسې وخت کې تللی و چې د روسیې د استخباراتو د ادارې مشر نیکولای پیتروشف او د بریتانیا د استخباراتو د ادارې مشر رچارډ مور هم په هغه هیواد کې و او د هند د ملي امنیت د سلاکار اجیت دوول او نورو جګپوړو چارواکو سره یې کتل.

ویل کیږي چې هندي چارواکو د طالبانو لخوا د افغانستان تر نیول کیدو وروسته په امنیتي وضعیت اندیښنه ښودلې.

یو هندي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر ویلیم برنز د هندي چارواکو سره په ملاقات کې د افغانستان په هکله د یوې ګډې تګلارې په هکله خبرې کړیدي.

دغه هندي چارواکي ویلي چې د غونډې تمرکز د طالبانو تر تصرف وروسته په غبرګونونو او چین په هکله په خبرو و.

د فرانسې خبري اژانس ویلي چې چین د طالبانو د سرپرستې کابینې د اعلان هرکلی کړی او هغه یې د "نظام د جوړښت په لرو ضروري ګام " بللی.

XS
SM
MD
LG