د لاس رسي وړ اتصالات

هاسپل: سي-آی-اې نور مشکوک کسان نه شکنجه کوي


جینا هاسپل د فیبرورۍ په نهمه د سي آی ای ریاست ته ونومول شوه
جینا هاسپل د فیبرورۍ په نهمه د سي آی ای ریاست ته ونومول شوه

د ټرمپ د ادارې له خوا د سي-آی-اې لپاره لپاره نومول شوې مشره ټینګار کوي چې نور به د ترهګرۍ په اړه د مشکوکو کسانو او له نورو توقیف شویو کسانو څخه ځانگړې تحقیقات و نه کړي.

جینا هاسپل پرون چهارشنبه د کانګرس په اسماعیه غونډه کې ګډون کړی و چې د خپلې نوې دندې د تایئد د ترلاسه کولو لپاره بیلابیلو پوښتنو ته ځواب ووايي. په دغه غونډه کې د بندیانو د پلټنو په اړه د سي-آی-اې د پلټنو یو پخوانی پروګرام چې د واټر بورډینگ په نامه مشهور دی، د بحث یوه مهمه موضوع وه.

د رپورټونو له مخې، هاسپل په امریکا کې د یولسم سپتمبر له ترهګریزو بریدونو وروسته په تایلنډ کې په یو پټ ځای کې د سختو پلټنو د څارنې دنده پرغاړه درلوده او څو کلونو وروسته یې ددغې ادارې د پلټنو د ویډیوګانو د له منځه وړلو ملاتړ کړی و.

هغې د کانګرس غړو ته یو پیغام درلود: سي-آی-اې د مشکوکو ترهګرو او نورو توقیف شویو کسانو څخه د تحقیقاتو یا پوښتنو گروېږنو لړۍ پای ته رسولې ده.

هغې وویل "زه به هیڅکله سي-آی-اې دیته پرې نږدم چې د پلټنو پروګرام له سره پیل کړي. مونږ دا کار بیا نه کوو،" هغې څرګنده کړه.

ډیر خلک د واټر بورډینگ عملیې او د سي-آی-اې نورو تخنیکونو ته د شکنجې په سترګه ګوري.

خو هاسپل وویل چې هغه وخت ورته د بلې حملې څخه د هیواد د ساتلو دنده سپارل شوې وه او ورته ویل شوي وو چې ددې ادارې د تحقیقاتو لارې چارې قانوني وې او د هیواد د تر ټولو لوړې قانونې مرجع او جمهور رئیس له خوا تائید شوې وې.

دغه خبرې د ډیرو دموکراتانو لپاره د قناعت وړ نه وې. د هغوی استدلال دا و چې ولسمشر ټرمپ پخپله د نیول شویو کسانو د شکنجې پلوي کړې ده.

دموکرات سناتور مارک وارنر يوښتنه وکړه "آیا فکر کوئ چې د پلټنو پروګرام له امریکايي ازرښتونو سره برابر و؟"

هغې همداراز و نه کولای شول چې دموکراتي سناتوري کماله هریس ته ددغه پروګرام د معنوي اړخ په اړه قناعت کوونکی ځواب ورکړي.

خو جمهوري غوښتونکو د سي-آی-اې ددغې کارکوونې د درې دیرش کلنې کاري دورې ستاینه وکړه چې د لومړي ځل لپاره د یوې ښځې په توګه ددې ادارې مشرۍ ته نومول شوې ده.

جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو وویل "که یو څوک ستاسو په څیر تاریخ ولري، ستاسو په څیر د خدمت، سرښندنې او وړتیا سوابق ولري، او ددې ادارې د مشرتابه لپاره تائید نشي ترلاسه کولی، نو څوک یې کولای شي؟"

یو بل جمهوري غوښتونکی سناتور ریچرډ بر وویل چي دغه غونډه د سي-آی-اې د راتلونکي فعالیت لپاره جوړه شوې او ددي لپاره نه د جوړه شوې چې په تیر وخت کې یې څه کړي دي.

هاسپل ژمنه وکړه چې نور به غیر اخلاقی امرونه و نه مني.

هغې همدارراز ومنله چې د توقیف شویو کسانو د پلټنو د ویډیو ګانو په له منځه وړلو کې یې رول درلود، خو ټینګار یې وکړ چې دا کار یې د سي-آی-اې د کارکوونکو د ساتنې لپاره کړی و.

هاسپل د دموکراتانو یو څه ملاتړ ته اړتیا لري چې د سنا تایید ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG