د لاس رسي وړ اتصالات

د سي آی ای د شکنجې رپوټ ته غبرگونونه


دا رپوټ چې شاو خوا پنځه سوه پاڼې لري د مشکوکو تررستانو څخه د مهمو معلوماتو د لاس ته راوړولو لارې او میتودونه په جزییاتو تشريح کوی چې په هغو کې په اوبو کې ډوبولو ته ورته شکنجه چی د واتر بوردینگ په نوم یادیږی او نورو شدیدو ډولونو ته هم اشاره شوې ده.

دا رپوټ چې ټول ورته په تمه وو، سي آی اې تر کلکې نیوکې لاندې نیسي او دا تشریح کوي چې دا هیواد د سپتمبر د یولسمی نېټې د خورا ناوړه وضعیت سره تر مخامخیدو وروسته څه ډول ځوابی عکس العمل ښیي.

د سنا د مجلس د استخباراتو د کمېټې مشره دایان فاینستاین وایي سي اي اې پخپل دې عمل کې له حدنه تیره شوېده «دا رپوټ چی پرون خپور شوېدی د هیواد نه بهر د سی آې اې له خوا د یو سلو نولسو زندانیانو د بند او د تاوتریخوالو نه د ډکو تحقیقاتو ډولونو څیړي. دغه تحقیقات په ځینو مواردو کې د شکنجې پټه بڼه غوره کوي.»

هغې وویل لدې نه هم لا ناوړه دا چې «دغو شدیدو گروېږنو او د شکنجې نه ډکو تحقیقاتونه وروسته هغه مهم معلومات تر لاسه نه شول چې سی آی ای دهغو د ترلاسه کولو ادعا کوله.»

او د پنځو کلونو نه وروسته او د څلویښت ملیونو دالرو په مصرفولو دا رپوټ هماغه څه وایی چې جمهور رئیس بارک اوباما څو میاشتی مخکې وویل. او هغه ویلي و چې، «مونږ ځیني خلک شکنجه کړي دی»

پر سي ای باندی د سپېنی ماڼۍ او عامو وگړو د غولولو تور هم ولگول شو چې د پولند او رومانیا په شان په پټو زندانونو کې د واتر بوردینگ په نوم، په اوبو کې ډوبیدلو ته د ورته تکنیک په شمول یی نور د تحقیقاتو شدید ډولونه سري او پټ ساتلی وو.

دا رپوټ وایي د سپتمبر د یولسمی نېټې د برید طراح خالد شیخ ابن محمد ته یو سلو درۍ اتیا ځلی د واتر بوردینگ شکنجه ورکړ شوې وه.

ددې ترڅنگ د اوبو ورکولو په نوم له یو بل میتود نه هم کار اخیستل شوی دی. پدې برسیره زندانیان د سلهاو ساعتونو دپاره د بیلابیلو طریقو له لارې ویښ ساتل شوی ، ورته ویل شوي چې کورنیو ته به یی زیان ورسوي او په یوه قضیه کې حتی جنسي تیری هم شوی دی.

سي آی اې دا مني چې تیروتنې شوې دي خو ددې اداری مشر جان برېنن وایی چې په ځینو مواردو کې تحقیقاتي میتودونو د بریدونو د خنثی کولو په برخه کی مرسته کړې او د د خلکو د ژوند په ژغورلو کې گټور ثابت شوي دي.

دوی د ادعا هم کوي چې همدا یو علت و چې امریکا د القاعده د مشر په موندلو بریالی شوه او دا هغه څه دي چې دا رپوټ یی ردوی او ورسره مخالف نظر لري.

امریکاییان د بریدونو د مخنیوي دپاره د تیارسۍ په حالت کې دي
امریکاییان د بریدونو د مخنیوي دپاره د تیارسۍ په حالت کې دي

په عین وخت کې د سي آی اې د پخوانیو چارواکو یوې ډلې د خپلې ادارې د کړنو څخه د دفاع په موخه یوه ویب پاڼه پرانستلې ده او پکې د پخواني جمهور رئیس جورج دبلیو بش نظر منعکسوي.

جمهور رئیس جورج بش ویلي و چې «که ېو نیول شوی ترورست زمونږ د هیواد په ضد د کومی طرحې په اړه معلومات لري نو مونږ بایدپوه شو او تر لاسه یې کړو.»

د سي ای اې پخواني چارواکی چارلز الین وایي دوی هغه څه وکړل چې باید یې کړي وای «زه په یوه کمکۍ ډلی کی ناست وم او کولای می شول چې خبری وکړم خو پر مونږ باندی دا فشار خورا زیات و چې باید القاعده ته ځواب ورکړو او له منځه یی یوسو او نور تخریب ته یې پرینږدو.»

د سنا په مجلس کې د جنگ پخوانی زنداني جمهوري غوښتونکی سناتور جان مکېن په زغرده د سي آی اې دغه اعمال د هیواد پر ملي ویاړ یو داغ وباله «مونږ پدې تمه چې شکنجه به مونږ خوندی کړی ډیر زیات څه له لاسه ورکړل. ډیر څه.»

د کانگرس غړو او حتی حکومتي چارواکو اندېښنه ښودلې ده چې ددې رپوټ خپریدل ښایي پر امریکایي مراکزو، سفارتونو ، مامورانو او پوځی تاسیساتو باندې د لا بریدونو لاره پرانیزې چې له کبله یی ټول د تیارسۍ په حالت کې دي.

XS
SM
MD
LG