د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د القاعده د وژل شوي مشر د کور نمونه نندارې ته ایښې


د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې شنبه سپټمبر ۲۴ (تلې ۲) په افغانستان کې د القاعده شبکې د وژل شوي مشر ایمن الظواهري د کور نمونه نندارې ته وړاندې کړه.

دا هماغه کور دی چې ظواهري پکې اوسیده او جمهور رئیس جو بایډن ته د برید کولو څخه وړاندې د القاعده د مشر د پټیدو د ځای په هکله معلومات ورکول کیدل.

د ظواهري تر وژل کیدو څخه لږه شیبه وروسته د سپینې ماڼۍ چارواکو یو انځور خپور کړ چې پکې ښودل کیده جمهور رئیس جو بایډن د (سي آی اې) د مشر ویلیم برنز سره پداسې حال کې غږیږي چې د میز پر سر د لرګیو څخه جوړ شوی یو بند صندوق ایښودل شوی و.

پدې صندوق کې یو سپین رنګی کور دی چې پنځه پوړه لري او درې پټې برڼدې لري.

د القاعده پخوانی مشر د همدې روان ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې پداسې حال کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې وویشت چې هغه د دې کور برنډې ته راوتلی و.

د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې څو میاشتې پدې کور کې د ظواهري ګرځیدل راګرځیدل څارل.

دا کور اوس د امریکا د ورجینیا په ایالت کې د سي آی اې په مرکزي دفتر کې په نوي جوړ شوي موزیم کې نندارې ته ایښودل شوی.

دې موزیم ته عام خلک د ورتګ اجازه نلري او یوازې د سي آی اې کار کوونکي او میلمانه کولی شي وې ګوري.

د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې د خپلې ۷۵ مې کالیزې په مناسبت خبریالانو ته اجازه ورکړې وه چې دې موزیم ته ورشي. په موزیم کې د دې ادارې تاریخ او لاسته راوړنې نندارې ته ایښودل شوي.

په موزیم کې ډیری ایښودل شوي شیان محرم دي او دې کار کالونه وخت ونیوه چې غیر محرم بڼې ته واوړي تر څو عامو خلکو ته یې د لیدو اجازه ورکړل شي.

د الظواهري د کور د نمونې څنګ ته ۷ ستوري هم د سي آی اې د هغو اوو مامورینو په یاد ایښودل شوي چې د خوست په ولایت کې ووژل شول. پخوا دا ستوري په افغانستان کې و خو کله چې امریکایي ځواکونه را ووتل دا ستوري یې هم د ځان سره متحده ایالاتو ته راوړل.

د سي آی اې په موزیم کې د دې ادارې تر ټولو د تورو شیبو په هکله هم معلومات نندارې ته ایښودل شوي چې یوه نمونه یې په هغې بشپړې ناسمې نظریې کې د سي آی اې نقش دی چې ویل کیدل عراق د ډیرې تباهۍ وسلې لري او له همدې کبله امریکا په ۲۰۰۳ کال کې پدې هیواد یرغل وکړ.

په پخواني شوروري اتحاد کې د ګڼ شمیر امریکایي جاسوسانو افشا کیدل او اعدام کیدل هم هغه څه دي چې په موزیم کې یې خلک کتلی شي.

سي آی اې غواړي چې د خپل تاریخ څخه په ګټې اخیستو سره د عامو خلکو سره لا ډیره په اړیکه کې اوسي خو البته دا کار د ځینو ځانګړو شرایطو له مخې کوي.

دا چې هر کال څومره کسان دې موزیم ته ورځي، سي آی اې دا معلومات محرم ساتي خو هغه ملیمانه چې کولی شي په ښکاره توګه دې موزیم ته ورشي د امریکا د کانګرس غړي، د امریکا د نورو امنیتي او استخباراتي ادارو افسران او د بهرنیو هیوادونو چارواکي دي.

XS
SM
MD
LG