د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د سرکس لوبې


په افغانستان کې د سرکس لوبې
په افغانستان کې د سرکس لوبې

د افغان تعلیمي او تربیتي سرکس مرکز چې دا کلونه په افغانستان کې ماشومانو ته د سرکس لوبې ورښيي پدې وروستیو کې یې زده کوونکو په ايټالیا کې د سرکس په لوبو کې برخه اخېستې وه او دومره پکې ځلیدلي چې ان د ایټالیا د سرکس مشرانو ورته افتخاري د قهرمانۍ کپ هم ورکړی.

دا د هغو افغان سرکس ماشومانو انځورونه دي چې پدې وروستیو کې یې په ايټالیا کې د سرکس په نړیوالو نندارتونونو کې برخه اخېستې وه او د ایټالیا د سرکس په فیسټوال کې یې نه یوازې د افغانستان ښه استازیتوب وکړ بلکې د ښځو نندارو په وړاندې کولو یې د ایټالیا خلک هم حیران کړي او د سرکس مینه والو ته یې د افغانستان ښه انځور ورکړی.

په ايټالیا کې هر کال دسرکس لوبې کیږي خو افغان ماشومانو دا ځل د اتلولۍ کپ ترې خپل کړ.

حمید روښان، د افغانستان د تعلیمي او تربیتی سرکس مسؤل: "د ايټالیا د سرکس په لوبو کې چې د سولې د سرکس په نوم یې یادوي، له افغانستان لسو ماشومانو چې پنځه یې انجونې او پنځه یې هلکان ول برخه اخېستې وه، افغان ماشومانو د سرکس درویشت نندارې وړاندې کړي دي او ویل کیږي چې هرې نندارې ته یې تر پنځو زرو پورې ايټالویان نندارو ته ورتلل".

فضیله چې په افغان تربیتي او تعلیمي سرکس کې زده کوونکې ده وايي چې په ايټالیا کې یې په تیاتر، ترانې او سرکس لوبو کې برخه اخېستې وه هغه وايي خوښه ده چې په نړیوال سرکس لوبو کې ځلیږي او خپل هیواد ته د اتلولۍ کپ راوړي.

فضيله، د افغان سرکس زده کوونکې: "افغان تعلیمي او تربیتي سرکس په دوه زره او دوم کال کې په کابل کې تاسیس شوی او تر دې مهاله په زرګونو ماشومانو ته د سرکس لوبې ورښودلې دي، ددې مرکز چارواکي وايي چې مرکز توانېدلی په هیواد دننه او بهر کې په لسګونو نندارو کې برخه واخلي، دا مرکز په څلورو ولایتونو هرات، غور، بامیان او بدخشان کې هم مراکز لري او په پام کې لري په نورو ولایتونو کې هم مرکزونه پرانیزي".

XS
SM
MD
LG