د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ملکيانو تلفات دوچنده شوي


ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ملکيانو تلفات دوچنده شوي
ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ملکيانو تلفات دوچنده شوي

ملګري ملتونه وایي چې په ٢٠١٠ مېلادي کال کې په افغانستان کې د ملکي خلګو وژل او ترور دوه چنده زېات شویدی. ملګري ملتونه وایي دغه وژنې په داسي حال کی وشوې چې وسله والو مخالفانو ډېر کوښښ کاوه چې دافغانستان دحکومت دپېاوړي کولو او امنېتي ځواکونو د روزلو لپاره دنړېوالې ټولنې د هلو ځلو مخه ونېسي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر ېو راپور چې دچهارشنبی په ورځ خپور شوی دی واېې چی په ٢٠١٠ مېلادي کال کې د وړم کال په پرتله دملکی وگړو د وژلو پېښې ۱۰۵ فیصده زېاتې شوي دي.

دغه دفتر په خپل راپور کې واېې چې دحکومت وسله والومخالفانو زېاتره ملکي کسان دهېواد په جنوبي ولاېتونو کې ووژل ځکه چی هلته ډېره ناکراري وه او دلوېدېځو قدرتونو پوځونه لگېا وو کوښښ ېې کوه، وسله وال پاڅون چې په دغو ولاېتونو کې ډېر پېاوړی و، وځپي

دافغانستان دبشري حقوقو دمستقل کمېسون رېس نادر نادري وایي ددغو وژنو هدف دا ؤ چې دملکي خلکو حقوق د پښو لاندې شي او هم د امکان ترحده پوري دهېواد سېاسي،اقتصادي او اجتماعي پرمختگ په ټپه ودرېږی.

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې پروسږکال په جنگ کې دملکي خلکو وژل یو سلو پنځه فېصده زېات شوي چی د ټولو وژونو دجملی نه ېې د٧٥ فېصدو خلکو د وژنو مسولېت د وسله والو مخالفانو په غاړه ؤ. باقی پاتې ١٦ فېصده ملکي افغانان دناټو دځواکونو او افغانستان دحکومت دپوځونو له خوا وژل شوی دي.

XS
SM
MD
LG