د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: په نهه میاشتو کې شاوخوا ٦٥٠ ملکي افغانان جگړو کې وژل شوي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي په تېرو شپږو میاشتو کې د ملکي تلفاتو شمېر ۲۵ فیصده زیات شوی
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي په تېرو شپږو میاشتو کې د ملکي تلفاتو شمېر ۲۵ فیصده زیات شوی

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په زیاتېدو اندېښنه ښودلې او د افغان امنیتي ادارو څخه یې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي عبدالله، چې د یکشنبې په ورځ ( لیندۍ ۲۵ مه) یې د ملکي وګړو د ساتنې لوړپوړې کاري ګروپ غونډې ته کابل کې وینا کوله، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې زیاتېدل د منلو وړ ونه بلل.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر رئیس ټوبي لانزر غونډې ته په وینا کې وویل، چې په تېر وخت کې هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.

د ملکي تلفاتو په اړه ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي " یوناما" د ۲۰۱۸ میلادي کال د نهو میاشتو په راپور کې ویلي، چې دغه موده کې ۶۴۹ ملکي افغانان په جګړه کې د ښکېلو خواو ترمنځ په وسله والو نښتو کې وژل شوي دي.

د " اوچا" رئیس ټوبي لانزر د ملي یووالي د حکومت له مشرتابه وغوښتل، چې د جمهوري ریاست د رارانو ټاکنو پر مهال دې هراړخیز تدابیر ونیسي، ترڅو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونیول شي.

په دې وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د جګړو په زیاتېدو سره د ملکي تلفاتو په شمېر کې هم زیاتوالی راغلی دی.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې په تېرو شپږ میاشتو کې په افغانستان کې په پرله پسې ډول ملکي تلفات زیات شوي دي.

د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د ملکي تلفاتو شمېر ۲۵ فیصده زیات شوی دی.

د ملکي وګړو د ساتنې د لوړپوړې کاري ګروپ د تېرې ورځې په غونډه کې د افغان حکومت د امنیتي ادارو د استازو سربېره په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي مشر، د یوناما د بشري حقونو د څانګې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د ملګرو ملتونو د مهاجرینو او ماشومانو د ادارو د استازو سربېره په افغانستان کې د ناټو استازي هم حاضر وو.

عبدالله: د ملکي وګړو ژوند خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړئ
عبدالله: د ملکي وګړو ژوند خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړئ

اجرائیه رئیس عبدالله، د افغان امنیتي ادارو څخه وغوښتل، چې په هر ډول شرایطو کې ملکي وګړو ژوند خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي. هغه وویل په دې برخه کې هېڅ ډول توجیه ورته د منلو نه ده.

اجرائیه رئیس عبدالله وویل، چې د ملکي تلفاتو د پېښو عاملینو سره دې قانوني چلند څخه کار واخیستل شي.

دې غونډې ته د کورنیو چارو وزارت لوړ پوړې امنیتي معین وویل، چې د دغه وزارت د پالیسۍ له مخې هرڅوک، چې په خپله وظیفه کې غفلت او یا د خپلو دندو څخه ناسمه استفاده وکړي او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شي عدلي او قضايي ادرو ته سپارل کیږي.

همداشان غونډې ته د دفاع وزارت استازي وویل، چې دغه وزارت د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره یوه پالیسي ترتیب کړې ده، چې د پوځي عملیاتو پر مهال ورڅخه کار اخیستل کېږي.

که څه هم ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر رئیس ټوبي لانزر د ملکي تلفاتو شمېر کې د زیاتوالي یو علت هوايي بمبارۍ او د ځمکې عملیات ښودلې، خو د افغانستان د دفاع وزارت د ملکي تلفاتو د شمېر د زیاتوالي علت د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو له خوا د خلکو د کورونو او عامه ځایونو څخه په جګړو کې کار اخیستل ګڼي.

د دفاع وزارت ویاند سید غفور احمد جاوید وايي، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د یوې کړنلاړې له مخې عمل کوي.

ښاغلي جاوید وویل:"متاسفانه وسله وال طالبان او تروریستان د خلکو له کورونو او د عامه ځایونو څخه د سنګر په توګه کار اخلي، چې کله ناکله دا د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي... د دې ترڅنګ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپلو ټولو عملیاتو کې هغه قوانین او مقررات او هغه طرزالعملونه، چې دوی ته دملکي وګړو د مخنوي لپاره ورکول کېږي، هغه په پام کې نیسي، ولي بیا هم تاکیدآ وایم، چې وسله وال طالبان او تروریستان د عامه ځایونو څخه په استفادې د دې لامل کېږي، تر څو په یو شمېر سیمو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب وګرځي".

XS
SM
MD
LG