د لاس رسي وړ اتصالات

تېره میاشت افغانستان کې ۱۲۴ ملکيان وژل شوي ـ راپور


په افغانستان کې د ژمي د موسم له تیریدو وروسته د ښکیلو غاړو ترمنځ جګړې زیاتې شوي، چې له امله ملکي وګړو ته د سر زیان رسیدلی دی.
په افغانستان کې د ژمي د موسم له تیریدو وروسته د ښکیلو غاړو ترمنځ جګړې زیاتې شوي، چې له امله ملکي وګړو ته د سر زیان رسیدلی دی.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ " سي پي اې جي" وايي، په تیره میلادي میاشت کې د اوړمې میلادي میاشتې پرتله د ملکي تلفاتو کچه کمه وه، خو په دغه میاشت کې له نیمايي زیات ملکي وګړي د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ " سي پي اې جي" په افغانستان کې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه د اپریل د میاشتې په خپل یو تازه راپور کې، چې نن د پنجشنبې په ورځ ( ثور ۱۲ مه) یې خپور کړی ویلي، چې په دغه میاشت کې په ۱۴ ولایتونو کې ۱۲۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴۷نور ټپیان شوي دي.

" سي پي اې جي" د راپور له مخې د مارچ په میاشت کې د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې ۱۸۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپیان شوي وو.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ وايي، د اپریل د میاشتې په وژل شویو او ټپیانو کې ۲۸ماشومان او ۱۳ ښځې هم شاملې دي.

" سي پي اې جي" وايي، تیره میاشت د افغان ځواکونو د عملیاتو او هوايي بریدونو له امله ۷۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.

همدا ډول د وسله والو مخالفانو له خوا د هدفي بریدونو په ترځ کې ۱۴ وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.

د دغه راپور له مخې تیره میاشت د سړک غاړې ماین چاودنو له امله هم ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپيان شوي دي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ رئیس عزیز احمد تسل امریکا غږ اشنا ته وویل، چې که څه هم تیره میلادي میاشت ملکي تلفات کم وو، خو دوی یو شمیر زړه بوږنوونکې پېښې هم ثبت کړي.

ښاغلي تسل وویل " که څه هم د مارچ میاشتې په نسبت اپرېل کې مرګ ژوبله لږ وه خو د ګډو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې زړه بوږنوونکې پېښې رامنځ ته شوې لکه د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ صدمرده سیمه کې د شپنیو عملیاتو پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۸ غړي شهیدان شول".

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ " سي پي اې جي" د معلوماتو پر بنسټ تیره میاشت تر ټولو ډېره ملکي مرګ ژوبله ننګرهار په ولایت کې اوښتې چې ۵۲ ملکي وګړو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړي او ۴۳ تنه په کې ټپيان شوي.

د ډیرو هڅو سره سره د دغه راپور په اړه د افغانستان د دفاع وزارت غبرګون مو ترلاسه نه کړی شو.

خو د دغه وزارت ویاند ډګروال قیس منګل څو ورځې وړاندې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د زیاتیدو په اړه امریکا غږ اشنا ته ویلي وو، چې د ملکي تلفاتو مخنیوی د " خالد" په نوم د افغان ځواکونو د روان لمریز ۱۳۹۸ کال د عملیاتو یوه لویه برخه جوړوي.

د دفاع وزارت وايي، د ملکي تلفاتو د اندیښنو له امله د خپلو وسله والو مخالفانو پر وړاندې ډیر ورو عملیات پر مخ وړي.

ښاغلي منګل وویل " که چیرې دغسې پیښې رامخ ته کیږي، د پلټنې ټیم لرو، سیمې ته ځي، پلټنه کوي او عاملین یې د قوانینو پر اساس سزا ویني".

د دغه ګروپ سربیره د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یوناما هم د ۲۰۰۹ کال راهیسې په هرو دریو میاشتو کې په افغانستان کې په وسله والو جګړو کې د ملکي وګړو د خوندیوب په هکله راپورونه خپروي.

" یوناما" د ۲۰۱۹ میلادي کال د لومړیو دریو میاشتو په راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالې په پېښو کې ۵۸۱ ملکیان وژل شوي او ۱۱۹۲ نور ټپيان شوي دي.

یوناما ویلي، دا شمیر د تېر کال د ورته مودې په پرتله په ملکي تلفاتو کې ۲۳ فیصده کموالی ښيي.

XS
SM
MD
LG